کاپیسا ولایت کې د افغاني سرې میاشتې نمایندګۍ ته نوې ودانۍ رغول کېږي!

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۸ - ۹:۲۲
خبر

کاپیسا ولایت کې د افغاني سرې میاشتې نمایندګۍ ته نوې ودانۍ رغول کېږي!


نن یکشنبه، د ذوالقعدې میاشتې پر ۲۰ مه، د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور کاپیسا ولایت ته د سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د والي ښاغلي حافظ احسان الله بریال، د نوموړي مرستیال، علماوو شورا رئیس، دولتي ادارو مسئولینو او کارکوونکو په شتون کې د دې خیریه ملي ټولنې اړوند نمایندګۍ نوې اداري ودانۍ د رغونې د بنسټ ډبره کېښوده.

د یادې ودانۍ د رغونې د پرانیستې پر مهال سرپرست عمومي رئیس د ټول هېواد په کچه د افغاني سرې میاشتې له لوري پر بېلابېلو روانو او نویو پروژو خوښي څرګنده کړه او د کاپيسا ولایت د نمایندګۍ سربیره یې د فراه، سمنګان او لوګر ولایتونو نمایندګیو لپاره د نویو اداري ودانیو رغونه، د ورځنيو چارو د ښه والي او تنظیم برخه کې اغېزمن ګام وباله او د هېوادوالو لپاره یې د لا ډېرو بشري خدماتو وړاندې کولو هيله څرګنده کړه. 

ورپسې د کاپيسا ولایت والي ښاغلي حافظ احسان الله بریال په خپله وینا کې د هېواد په کچه د افغاني سرې میاشتې له هر اړخيزو بشرپالو خدماتو د ستاینې او قدردانۍ ترڅنګ د نوې اداري ودانۍ پر رغونه خوښي وښوده او دې برخه کې یې د هر ډول همکارۍ او همغږۍ ډاډ څرګند کړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۲:۲۲
Background image

هلمند؛ ۱۰۵ زده‌ کوونکي له ښوونیز مرکز څخه فارغ شول

یکشنبه، ۱۴ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د هلمند ولایت د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۱۰۵ تنه زده‌ کوونکي د خپلو زده‌ کړو له بشپړولو وروسته فارغ شول.

دغو زده. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۲:۱۶
Background image

پکتیا؛ د ۳.۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو کانال پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

یکشنبه، ۱۴ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیا ولایت د ځاځي اریوب ولسوالۍ په ګل غونډۍ کلي کې د ۳.۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو کانال پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۲:۱۳
Background image

کابل؛ د افغاني سرې میاشتې قلبي روغتون ته د ۱۵۰ زره افغانیو په ارزښت طبي مصرفي توکي وسپارل شول

یکشنبه، ۱۴ ربیع‌الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې قلبي روغتون ته د الحیات میډیکل کمپنۍ له لوري ناروغانو ته د وړاندې کېدونکو روغتیايي خدمتونو د ملاتړ په موخه د ۱۵۰ زره افغانیو په ارزښت طبي. . .

BACK TO NEWS