د افغاني سرې میاشتې د مرستونونو رئیس د بولدک صفري نقطې او انځرګي له پنډغالي لیدنه وکړه!

د افغاني سرې میاشتې د مرستونونو رئیس د بولدک صفري نقطې او انځرګي له پنډغالي لیدنه وکړه!
د افغاني سرې میاشتې د مرستونونو رئیس شیخ مولوي سید احمد بهرمند کندهار ته د خپل سفر په ترڅ کې د زون له رئیس ښاغلي حاجي مولوي عبدالصمد ثاني او د نمایندګۍ له رئیس ښاغلي مولوي محب الله ایوب آخندزاده سره د سپین بولدک له لارې له پاکستان څخه د راستنېدونکو کډوالو د لاسنیوي او هغوی ته د ترسره کېدونکو خدماتو په اړه ناسته ترسره کړه.
ناسته کې د زون، نمایندګۍ او د مرستونونو رئیسانو د انځرګي په پنډغالي کې د راستنېدونکو کډوالو د ستونزو او هغوی ته په غوره توګه د خدماتو پر وړاندې کولو بحث او خبرې وکړې او پرېکړه یې وکړه، څو د پنډغالي د پاکوالي په موخه د ۲۰ تنه رضاکارانو د توظیف ترڅنګ یاد پنډغالي ته نورې خېمې هم ولېږدول شي.
ورپسې د مرستونونو رئیس او مل پلاوي یاد پنډغالي ته د را ستنېدونکو کډوالو د بشري وضعیت د ارزونې، د روغتیايي خدماتو د کیفیت، د کارکوونکو د هڅونې او راستنو شویو کورنیو سره د نږدې لیدنو په موخه سفر وکړ.
ښاغلي بهرمند په انځرګي پنډغالي کې له راستنو شویو کډوالو سره ولیدل، د هغوی ستونزې یې واورېدې او ډاډ یې ورکړ چې ستونزې او غوښتنې به یې د افغاني سرې میاشتې له مشرتابه سره شریکې کړي.