مرکزي مرستون کې د لمریزې برېښنا ذخیره کولو سیستم فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو!

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۴ - ۱۰:۵
خبر

مرکزي مرستون کې د لمریزې برېښنا ذخیره کولو سیستم فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو!

نن یکشنبه د شوال میاشتې پر ۱۵مه، د افغاني سرې میاشتې کابل مرکزي مرستون کې ۱۵ داخلي مشمولینو کورنیو ته د دې خیریه ملي ټولنې له لوري په افغانستان کې د نړيوال فدراسیون په مالي ملاتړ د ۲دوه میلیونه، ۶ سوه ۱۶ زره، اته سوه او پنځه ویشت ( ۲،۶۱۶،۸۲۵) افغانیو په ارزښت د لمریزې بریښنا ذخیره کولو سیستم فعال او د افغاني سرې میاشتې د مرستونونو د رئیس ښاغلي سید احمد بهرمن، په افغانستان کې د نړیوال فدراسیون د سرپرست مسئول ښاغلي احمد سلیمان او یو شمېر نورو مسئولینو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د یاد برېښنايي سیستم د پرانيستې پر مهال د مرستونونو رئیس د نړيوال فدراسیون مننه وکړه، چې تل یې افغاني سرې میاشتې سره بېلابېلو برخو کې د اړمنو او بې سرپرسته کورنیو د لاسنيوي په موخه مرستې کړي، نوموړي په خپلو خبرو کې ډاډ څرګند کړ، چې په مرستونونو کې مشمولینو ته د ژوند ټولې اسانتیاوې په پام کې نیول شوي او دا دی نن کابل مرکزي مرستون کې د مشمولینو د هوساینې په موخه د لمريز برېښنا سیستم فعال او ګټې اخیستنې ته چمتو شو. 
ورپسې د نړیوال فدراسیون سرپرست مسئول د افغاني سرې میاشتې د خدماتو د ستاینې ترڅنګ له دې خیریه ملي ټولنې سره په همغږۍ د بې سرپرسته مېرمنو، پېښځپلو، اړمنو او  بې وزله ناروغانو د ملاتړ او پالنې برخه کې د بشرپالو خدماتو د دوام ژمنه وکړه او ډاډ یې څرګند کړ چې له بې وزله او ناچاره افغانانو به خپلې مرستې نه سپموي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۲:۲۲
Background image

هلمند؛ ۱۰۵ زده‌ کوونکي له ښوونیز مرکز څخه فارغ شول

یکشنبه، ۱۴ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د هلمند ولایت د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۱۰۵ تنه زده‌ کوونکي د خپلو زده‌ کړو له بشپړولو وروسته فارغ شول.

دغو زده. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۲:۱۶
Background image

پکتیا؛ د ۳.۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو کانال پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

یکشنبه، ۱۴ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیا ولایت د ځاځي اریوب ولسوالۍ په ګل غونډۍ کلي کې د ۳.۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو کانال پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۲:۱۳
Background image

کابل؛ د افغاني سرې میاشتې قلبي روغتون ته د ۱۵۰ زره افغانیو په ارزښت طبي مصرفي توکي وسپارل شول

یکشنبه، ۱۴ ربیع‌الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې قلبي روغتون ته د الحیات میډیکل کمپنۍ له لوري ناروغانو ته د وړاندې کېدونکو روغتیايي خدمتونو د ملاتړ په موخه د ۱۵۰ زره افغانیو په ارزښت طبي. . .

BACK TO NEWS