جوزجان!

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۹ - ۹:۴۱
جوزجان!

افغاني سره مياشت هغو وګړو ته، چې په شخصي روغتونونو کې د درملني توان نه لري؛ د هېواد په کچه ثابت روغتيايي کلينيکونه رامنځته کړي دي، چې په وړيا توګه اړمنو او پېښځپلو ته روغتيايي خدمات وړاندې کوي، چې له دې جملې يې يو هم د جوزجان ولایت روغتيايي ثابت کلينيک دی، چې هره ورځ په بېلابېلو برخو کې هېوادوالو ته وړيا روغتيايي خدمات وړاندې کوي. ياد کلينيک د جوزجان ولایت د شبرغان ښار د یکه باغ په کلي کې موقعیت لري، چې له تېرې یوې مياشتې راهیسې ټولټال ٥٣١٦ هېوادوالو ته روغتیایې خدمات ترسره کړي، چې له دې جملې یې د ۲۹٥٦ ناروغانو کتنه او درملنه کړي او وريا درمل يې ورکړي، ١٢٢ ټپيان يې پانسمان کړي، ٣٨٣ خوارځواکو ماشومانو ته ځانګړي خوراکي توکي ورکړي، ٤٠٨ ماشومانو او ښځینه ناروغانو ته یې بېلا بېل واکسینونه تطبیق کړي، ١٢٢ ښځینه ناروغانو ته د ولادت په برخه کې اړينې مشورې ورکړي،٢٧ ميندو ته يې د مور او ماشوم روغتیا ساتنې په اړه خدمات کړي، ١٢٩٨ وګړو ته يې د روغتیا ساتنې په اړه لازمې لارښوونې او سپارښتنې کړي.

pp

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۳:۱۶
Background image

کابل؛ د کونړ نماینده ګۍ د رغنیزو چارو لپاره د داوطلبۍ ناسته ترسره شوه

چهارشنبه، ۱۷ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د کونړ ولایت په نمایندګۍ کې د څوکیدار خونې، پخلنځي او تشنابونو د رغنیزو چارو د ترسره کولو په موخه په مرکزي دفتر کې د داوطلبۍ ناسته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۳:۱۲
Background image

کونړ؛ د ۳.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د استنادي دېوال پروژه پیل شوه

چهارشنبه، ۱۸ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کونړ ولایت د سرکاڼو ولسوالۍ په بحرآباد کلي کې د ۳.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د استنادي دېوال د جوړولو پروژه پیل شوه.

د دغې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۲:۵۴
Background image

جوزجان؛ د اورلګېدنې له امله ۹ زیانمنو کورنیو ته بېړنۍ مرسته ورکړل شوه

چهارشنبه، ۱۷ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د جوزجان ولایت د فیض‌ آباد ولسوالۍ په بالا مردیان کلي کې هغو ۹ کورنیو ته چې د اورلګېدنې له امله ورته مالي زیانونه اوښتي وو،. . .

BACK TO NEWS