جوزجان؛ د اورلګېدنې له امله ۹ زیانمنو کورنیو ته بېړنۍ مرسته ورکړل شوه
چهارشنبه، ۱۷ ربیع الآخر ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې له لوري د جوزجان ولایت د فیض آباد ولسوالۍ په بالا مردیان کلي کې هغو ۹ کورنیو ته چې د اورلګېدنې له امله ورته مالي زیانونه اوښتي وو، بېړنۍ مرسته ورکړل شوه.
په دې مرسته کې د هرې کورنۍ لپاره پنځه کمپلې، دوه ترپالونه، د پخلنځي د توکو یو سیټ او دوه د اوبو بوشکې شاملې وې.
همداراز، د یادو کورنیو له جملې څخه یوې کورنۍ ته د لنډمهالې سرپناه د برابرولو په موخه یوه خېمه هم ورکړل شوه.
افغاني سره میاشت هڅه کوي، چې د طبیعي او غیر طبیعي پېښو له امله زیانمنو کورنیو ته پر وخت مرستې ورسوي او د هغوی بېړنۍ اړتیاوې پوره کړي.
