نن د صفر د مياشتې په ۱۵مه د اسلامي همکاریو د سازمان په همغږۍ او د ملک سلمان بنسټ په مالي ملاتړ ۴۷۴۰۰ کورنیو ته د خوراکي توکو د مرستې درېیم او څلورم پړاو پيل شو!

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۲/۶/۱۱ - ۱۶:۳۰
نن د صفر د مياشتې په ۱۵مه د اسلامي همکاریو د سازمان په همغږۍ او د ملک سلمان بنسټ په مالي ملاتړ ۴۷۴۰۰ کورنیو ته د خوراکي توکو د مرستې درېیم او څلورم پړاو پيل شو!

نن د صفر د مياشتې په ۱۵مه د اسلامي همکاریو د سازمان په همغږۍ او د ملک سلمان بنسټ په مالي ملاتړ ۴۷۴۰۰ کورنیو ته د خوراکي توکو د مرستې درېیم او څلورم پړاو پيل شو، چې درېيم پړاو د مرستې په ۱۴۷۵۰ کڅوړو مشتمل دی او په څلورم پړاو کې د مرستې ۹۵۰۰ کڅوړې شاملې دي، ديادونې وړ ده،چې اول او دوهم پړاو يې ۲۳۱۵۰ كورنيوته د خوراکي کڅوړو په وېش پخوا دافغاني سرې مياشتې له لوري بشپړ شوې و. د یادې مرستې د تسليمۍ پر مهال د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص د اسلامي همکاریو د سازمان د استازي دکتور سعيد العیاش او د ملک سلمان له بنسټ مننه وکړه، چې په وروستيو ۲ کلونو کې يې د افغانستان له ولس سره د پام وړ مرستې کړي. ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص رسنیو ته په خپلو خبرو کې وویل "د توکو د وېش لپاره زموږ اصول دي، چې له وېش وړاندې شفافه سروې کوو او که کوم مرستندويه بنسټ وغواړي له موږ سره په وېش کې برخه واخلي، نو موږ د شفافيت په موخه د ګډون بلنه ورکوو؛ موږ کوښښ کوو، چې اړمنو وګړو ته چټکې مرستې ورسوو". نوموړي د اسلامي همکاریو له سازمان او له ملک سلمان بنسټ وغوښتل، چې يوازې په دغو مرستو بسنه ونکړي، بلکې له دې ملت سره د اسلامي اُخوت په فضاء کې خپلو مرستو ته لا ډېره پراختيا ورکړي او په نورو برخو کې هم مرستو ته راوړاندې شي. رسنیو ته په څرګندونو کې د اسلامي همکاریو د سازمان استازي دکتور سعيد العیاش وويل "نن موږ افغانستان کې له اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو د مرستې درېیم او څلورم پړاو بهير پيلوو؛ په راتلونکي پړاو کې به په ۱۴ ولایتونو کې ویش پیل شي، چې په کې غزني، میدان وردګ، خوست، بامیان، دایکندي، پروان، پنجشیر، کاپيسا، بدخشان، تخار، کندز، بلخ او جوزجان ولایتونه شامل دي. نوموړي وویل "د وېش چارې به د اسلامي همکاريو سازمان تر څارنې لاندې وي، چې د ملک سلمان بنسټ لخوا یې مالي ملاتړ شوی".نوموړي همدا راز د راتلونکي کال لپاره د ورته بهير تکرار ته هیله وښوده. نوموړي د افغاني سرې مياشتې له همغږۍ مننه وکړه، چې په افغانستان کې د اړو کورنیو د اړتیاو په پوره کولو کې يې اغیزمن رول لوبولی.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۵۹
Background image

نورستان: ۲۱۵ زده کوونکي له ښوونیز مرکز فارغ شول

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د نورستان د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۲۱۵ نارینه او ښځینه زده کوونکي د درې میاشتنیو وړيا زده کړو تر بشپړولو وروسته فارغ شول.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۷
Background image

ازبکستان ۲۵۰ ټنه بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
ازبکستان په بلخ ولایت کې ۲۵۰ ټنه د خوراکي او غیرخوراکي توکو بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله.
دغه مرسته د یوې رسمي غونډې پر مهال وسپارل شوه، چې پکې د بلخ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۶:۷
Background image

بدخشان کې د اړمنو لاسنیوی؛ افغاني سرې میاشتې ۵۰ کورنيو ته نغدي مرسته ووېشله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د بدخشان ولایت د مرکز فیض‌ آباد ښار د درېیمې ناحیې ۵۰ اړمنو کورنیو ته ۵۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشله.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۱۰،۵۰۰ افغانۍ. . .

BACK TO NEWS