ننګرهار!
د افغاني سرې میاشتې له لورې ننګرهار ولایت په حصارک ولسوالۍ کې، ۲۰ تنه بزګرانو ته د غنمو کرلو دوه ورځنى ښوونیز ورکشاپ داير او پای ته ورسېد. په یاد ورکشاپ کې بزګرانو ته د غنمو ډولونه، د کرلو وختونه، د حاصل خیزه ځمکو ځانګړتیاوې، د کیمياوي سرې استعمال او نباتي امراضو سره د مجادلې اړوند بشپړ معلومات ورکړ شول.
