کندز؛ له ۱۲ راستنو شویو کورنیو سره د لنډمهالې سرپناه لپاره د خېمو مرسته وشوه
پنجشنبه، ۲ محرم ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې له لوري د کندز ښار په بېلابېلو ناحیو کې له ۱۲ راستنو شویو کډوالو کورنیو سره د خېمو مرسته وشوه.
یادې کورنۍ د استوګنې له ستونزو سره مخ وې، چې د لنډمهالې سرپناه د برابرولو لپاره هرې کورنۍ ته یوه خېمه ورکړل شوه.
افغاني سره میاشت د راستنېدونکو کورنیو د ملاتړ او لاسنیوي په برخه کې خپلو بشري خدمتونو ته دوام ورکوي.
