تخار؛ د ۷۹ کورنیو د اقتصادي پیاوړتیا لپاره څه باندې یو میلیون افغانۍ مرسته وشوه

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۷:۱۳
Tr

پنجشنبه، ۲ محرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د تخار ولایت په بهارک او اشکمش ولسوالیو کې ۷۹ کورنیو ته د کوچنیو کاروبارونو د پیاوړتیا لپاره د دویم پړاو په لړ کې ۱ میلیون او ۲۷ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.

په دې مرسته کې هرې هغې کورنۍ ته ۱۳ زره افغانۍ ورکړل شوې، چې د طبیعي پېښو او اقلیمي بدلونونو له امله زیانمنې شوې وې.

ټاکل شوې ده، چې یادې کورنۍ به د ترلاسه شوې مرستې پر مټ د خپلو کوچنیو کاروبارونو لپاره اړین وسایل او توکي برابر کړي، څو وکولای شي خپل عایدات لوړ او اقتصادي وضعیت پیاوړی کړي.

دغه مرسته د اقلیمي بدلونونو پروژې په چوکاټ کې د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون په مالي ملاتړ ترسره شوه، چې موخه یې د اقلیمي بدلونونو له امله د زیانمنو کورنیو اقتصادي پیاوړتیا او د هغوی د معیشتي سرچینو ملاتړ دی.

افغاني سره میاشت هڅه کوي د معیشتي او اقتصادي پروګرامونو له لارې د اړمنو کورنیو د ځان‌ بسیاینې زمینه برابره او د هغوی اقتصادي وړتیاوې پیاوړې کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۵:۲۱
Background image

رحمان مېنه کې د افغاني سرې میاشتې اړوند پر ۱۰۲۷۵ متر مربع ځمکه د پانګونې لپاره د داوطلبۍ ناسته ترسره شوه

یکشنبه، ۵ محرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د عمومي رئیس، ښاغلي شیخ الحدیث شهاب‌الدین دلاور، په حضور کې د دې ادارې اړوند د کابل ولایت د رحمان مېنې پر ۱۰۲۷۵ متر مربع ځمکه د پانګونې په موخه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۳:۲۲
Background image

کابل؛ د بحراني پېښو د مدیریت دوه ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو

یکشنبه، ۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د مرکزي دفتر د بېلابېلو ریاستونو او د ساتنې او خوندیتوب ریاست اړوند د سیمه ‌ییزو زونونو مدیرانو ته د بحراني پېښو د مدیریت په اړه دوه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۷:۵۲
Background image

هرات؛ ۷۸ کورنیو ته د کوچنیو کاروبارونو د پیاوړتیا لپاره څه باندې یو میلیون افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

شنبه، ۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د هرات ولایت په شینډنډ او زنده‌ جان ولسوالیو کې ۷۸ کورنیو ته د کوچنیو کاروبارونو د پیاوړتیا لپاره د دویم پړاو په ترڅ کې ۱ میلیون او. . .

BACK TO NEWS