هرات

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۹/۲۰ - ۹:۵۳

د بشري کړاوونو د راکمو په موخه، د يخ ژمي په درشل کې، د جمادی الاولى په ۱۶مه د افغاني سرې مياشتې له لورې، د هرات ولایت ګلران ولسوالۍ اړوند ۵۰۰ وچکالۍ ځپلي بيوﺯله کورنيو ته د خوراکي توکو مرسته وشوه. په مرسته کې هرې کورنۍ ته؛ ۱۰۰ کیلو اوړه، ۲۴.۵کیلو وريژې، ۵ کیلو بوره، ۲ کیلو مالګه، يو کیلو شین چاى، ۱۰ لیټره غوړی، ۸ کیلو لوبیا او یو پاکټ BP5 بېسکوټ شامل و. د يادونې وړ ده چې تيره ورځ د همدې ولايت په کشک کهنه ولسوالۍ کې هم ۵۰۰ وچکالۍ ځپلو کورنيو سره د افغاني سرې مياشتې له لورې ورته مرسته وشوه.

 

 

هرات

 

 

هرات

 

 

هرات

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۱:۱۸
Background image

بلخ کې پر ۵۰۰ زلزله ځپلو کورنيو څه باندې ۵ ميليونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

سې شنبه، ۲ رجب ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د بلخ ولایت د البرز ولسوالۍ اړوند د بېلابېلو کلیو پر ۵۰۰ زلزله ځپلو کورنیو پنځه میلیونه او دوه سوه پنځوس زره (۵،۲۵۰،۰۰۰) افغانۍ نغدي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۰:۴۷
Background image

هرات؛ تېرو ٣٠ ورځو کې زرګونه ناروغان له روغتيايي اسانتياوو برخمن شوي دي

سې شنبه، ٢ رجب  ١۴۴٧
د ‎افغاني سرې میاشتې  روغتيايي کارکوونکو د هرات ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ١٤٦٩٢ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې،. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۷:۶
Background image

لغمان کې ۱۹۰ راستنو شوو کورنیو ته روغتیایي بستې ورکړل شوې

دوشنبه، ۱ رجب ۱۴۴۷
د لغمان ولایت په علینګار ولسوالۍ کې افغاني سرې میاشتې له ۱۹۰ راستنو شوو کډوالو کورنیو سره له روغتیایي ستونزو څخه د مخنیوي په موخه د روغتیایي بستو مرسته وکړه، چې له. . .

BACK TO NEWS