د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس: نړیوال دې افغانستان کې له سوالګرو سره مرسته کې د افغاني سرې میاشتې لاسنیوی وکړي

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۸/۱۷ - ۲۰:۳۴
د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس: نړیوال دې افغانستان کې له سوالګرو سره مرسته کې د افغاني سرې میاشتې لاسنیوی وکړي

د افغاني سرې میاشتې د مشرتابه له لوري د ريښتینو بشري خدماتو او همکارۍ په پار د رئیسانو، آمرینو او کاري شریکانو په ګډون د افغاني سرې میاشتې ۶۰ تنو کارکوونکو ته ‏د ستاینلیکونو د ورکړې په مناسبت په جوړو شویو مراسمو کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص پر نړیوالو غږ وکړ، چې په افغانستان کې له ښارونو له راټولېدونکو سوالګرو سره د افغاني سرې میاشتې له لوري په کیدونکې مرسته کې د افغاني سرې میاشتې لاسنیوی وکړي.نوموړي وویل "له سوالګرو او د سوالګرو له کورنۍ سره هره میاشت د افغاني سرې میاشتې له لوري پرلپسې نغدي مرسته یو بشرپال بهیر دی، خو افغاني سره میاشت له ټولو سوالګرو سره د دغه ډول پرلپسې پراخې مرستې توان نه لري او لازمه ده نړیوال او د افغاني سرې میاشتې کاري شریکان زمونږ لاسنیوی وکړي".‏د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص وویل "له ښارونو د سوالګرو راټولول او د دوی هرې کورنۍ ته هره میاشت نغدي مرسته ورکول یوه حیاتي او مهمه پروسه ده، چې ساری يې په ګاونډیو هېوادونو کې نه لیدل کېږي، ځکه خو له نړیوالو ملي مرستندویه ټولنو هیله کوو دا بشري پروسه حمایه کړي". نوموړي وویل "افغاني سره میاشت د سوالګرو له کورنیو سره د میاشتینۍ نغدي مرستې لپاره شفاف معیاري میکانیزم لري، چې تر دې دمه يې زرګونه سوالګر ثبت او سروې کړي، چې له دوی یې نېږدې له نیمايي زیات تر خپل پوښښ لاندې نیولي او تر اوسه یې شاوخوا ۲۵۰۰ تنو ته په میلیونونو افغانۍ هره میاشت ویشل پیل کړي او دا بهیر لا دوام لري".

ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص وویل "مونږ هوډ لرو له سوالګرو او د دوی د کورنیو له غړو سره د مرستې دغه بهیر نورو ولایتونو ته هم وغځوو، ځکه خو له نړیوالو خیریه بنسټونو غوښتنه کوو، چې په دغه بشرپال بهیر کې‏د افغاني سرې میاشتې لاسنیوی او حمایه وکړي".

غونډه د افغاني سرې میاشتې کاري شریکانو، رئیسانو، کارکوونکو او د افغاني سرې میاشتې د ښوونځي د ترانې ټیم ته د ستاینلیکونو په ویشلو پای ته ورسېده.

 

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس: نړیوال دې افغانستان کې له سوالګرو سره مرسته کې د افغاني سرې میاشتې لاسنیوی وکړي

 

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس: نړیوال دې افغانستان کې له سوالګرو سره مرسته کې د افغاني سرې میاشتې لاسنیوی وکړي

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۵:۳۶
Background image

تخار کې ۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۵۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ورکړل شوه

سې شنبه، ۳۰ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د تخار ولایت د بنګي او اشکمش ولسوالیو ۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۵۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ورکړل شوه.

یاده مرسته د ملي ټولنو نړیوال. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۴۲
Background image

کابل؛ د افغاني سرې میاشتې لوبډلې د کابل جام د والیبال سیالیو اتلولي خپله کړه

سې شنبه، ٣٠ ذوالحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې د والیبال لوبډلې د کابل جام د والیبال سیالیو د ۱۳م پړاو اتلولي خپله کړه. یادې سیالۍ، چې د بدني روزنې او ورزش ادارې له لوري په ملي جمنازیم. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۶:۴۲
Background image

بغلان؛ ۲۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۲.۶ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

دوشنبه، ۲۹ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بغلان ولایت په مرکز پلخمري کې ۲۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۲ میلیونه او ۶۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.

یاده مرسته د ملي ټولنو. . .

BACK TO NEWS