آریانا طبي کمپلکس ته د درملنې په موخه د زړه په سوري اخته ۱۷ تنه ناروغ ماشومان ور وپېژندل شول!

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۱۲ - ۱۰:۲۳
معرفی 17  تن طفل مریض مصاب به سوراخ قلب به شفاخانه آریانا طبی کمپلیکس

نن چهارشنبه د ۱۴۴۴ سپوږمیز کال د محرم الحرام پر۵مه د افغاني سرې میاشتې ټولنې او آریانا طبي کمپلکس تر منځ د شوي هوکړه لیک پربنسټ ۱۷ تنه د زړه په سوري اخته ناروغ ماشومان د درملنې او ‏عملیات په موخه ور وپېژندل شول.

کومه غونډه چې په همدې اړه د افغاني سرې میاشتې په مرکزي تالار کې دایره شوې وه؛ د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي مولوي م.ط.ی.ع ال_حق خا_لص، سکرترجنرال ډاکټر محمد نبی برهان، د آریانا طبي کمپلکس د زړه څانګې مسوول محترم ډاکټر خیبر صدیقي او د‏افغاني سرې میاشتې ټولنې د روغتیایي خدمتونو رییس ډاکټر محمد سلیم بهرمند شتون درلود.

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس ښاغلي مولوي م.ط.ی.ع ال_حق خا_لص په خپلو خبرو کې وویل: د خوښۍ ځای ده، چې له لنډې دمې وروسته د زړه په سوري د اخته ناروغانو درملنه بیاځلې پيل شوه، چې د راجستر شویو ‏ناروغانو شمېر له پیل څخه تر دامهاله ۲۲۸۵۰ تنو ته رسېږي، چې ۱۲۸۴۶ تنه یې په کورنیو او بهرنیو روغتونونو کې درملنه شوې او ۷۵۶۴ تنه نور د منتظرینو په لست کې د درملنې لپاره انتظار دي.

افغاني سره میاشت د زړه په سوري د اخته ناروغو ماشومانو بشپړې درملنې لپاره دوه میلیونه امریکایي ډالرو ‏ته اړتیا لري، چې هر ناروغ له هوکړه لیک سره سم چې له آریانا طبي کمپلکس سره لاسلیک شوی ۱۹۵۰ امریکایي ډالره لګښت لري.

د یادونې وړ او خوښۍ ځای ده چې د آریانا طبي کمپلکس محترم مسوولینو د مخکینیو هوکړه لیکونو په پرتله چې د هر تن ناروغ درملنې ۲۳۵۰ امریکایي ډالره لګښت درلود؛ داځل یې‏د پام وړ تخفیف په پام کې نیولی.

د افغاني سرې میاشتې رهبري د هېواد له خیرپاله وګړو، ملي سوداګرو، ملي او نړیوالو خیریه بنسټونو غوښتنه کوي چې له افغاني سرې میاشتې ټولنې سره د زړه په سوري د اخته ناورغانو په درملنه کې مرسته وکړي ترڅو وکولای شو د عمځپلو کورنیو پر شونډو مسکا خپره کړو. ‏ورپسې د افغاني سرې میاشتې د روغتیایي خدمتونو رییس ښاغلي ډاکټر محد سلیم بهرمند په خپلو خبرو کې وویل: د زړه په سوري د اخته ناروغانو د درملنې په موخه د افغاني سرې میاشتې پروګرام د روغتونونو په ظرفیت ولاړ دی، ځکه د پروګرام په پیل کې یواځې د ګوتو په شمېر روغتونونو شتون درلود، چې دا ‏ډول ناروغان یې درملنه کول او نن د خوښۍ ځای دی چې د کابل ډېری روغتونونه د داډول ناروغانو د درملني وړتیا لري.

ورپسې د آریانا طبي کمپلکس د زړه د څانګې مسوول ښاغلي ډاکټر خیبر صدیقي وویل: د آریانا طبي کمپلکس د ډاکټرانو هڅه به داوي ترڅو ناروغان په غوره توګه تر درملنې لاندې ونیسي.

 

معرفی 17  تن طفل مریض مصاب به سوراخ قلب به شفاخانه آریانا طبی کمپلیکس

 

معرفی 17  تن طفل مریض مصاب به سوراخ قلب به شفاخانه آریانا طبی کمپلیکس

 

معرفی 17  تن طفل مریض مصاب به سوراخ قلب به شفاخانه آریانا طبی کمپلیکس

 

معرفی 17  تن طفل مریض مصاب به سوراخ قلب به شفاخانه آریانا طبی کمپلیکس

 

معرفی 17  تن طفل مریض مصاب به سوراخ قلب به شفاخانه آریانا طبی کمپلیکس

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۳
Background image

کابل؛ د مالي محاسبې او لارښود په اړه ۱۵ ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو

چهارشنبه، ۱۷ ربیع‌الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د مالي ریاست په نوښت او په افغانستان کې د ناروې سره صلیب په مالي ملاتړ، د ختیځ، شمال‌ لویدیځ مرکزي او سویل‌ ختیځ سیمه‌ ییزو زونونو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۸:۳۴
Background image

غور؛ تېره یوه میاشت کې د زرګونو ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې

سې شنبه، ۱۶ ربیع الآخر ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د غور ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۶۵۵۶ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۲:۲۹
Background image

غزني؛ ۲۵ رضاکارانو ته د پېښو مدیریت او د نغدو پیسو د وېش شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد

دوشنبه، ۱۵ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د غزني ولایت په نمایندګۍ کې ۲۵ تنو رضاکارانو ته د پېښو مدیریت او د نغدو پیسو وېش تر عنوان لاندې شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ د تصدیق‌. . .

BACK TO NEWS