کابل؛ د مالي محاسبې او لارښود په اړه ۱۵ ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو
چهارشنبه، ۱۷ ربیعالآخر ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې د مالي ریاست په نوښت او په افغانستان کې د ناروې سره صلیب په مالي ملاتړ، د ختیځ، شمال لویدیځ مرکزي او سویل ختیځ سیمه ییزو زونونو او اړوندو نمایندګیو ۲۶ تنو د مالي او عوایدو مدیرانو ته د «مالي محاسبې او مالي لارښود» تر سرلیک لاندې ۱۵ ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو.
د ورکشاپ د پرانیستې په مراسمو کې د افغاني سرې میاشتې د مالي چارو رئیس ښاغلي حافظ شبیر احمد عثماني د ادارو په چارو کې د مالي مدیریت د اهمیت په اړه خبرې وکړې او له ګډونوالو یې وغوښتل چې خپلې مالي چارې د مالي سیستم، اصولو او اړوندو لارښودونو له مخې په منظم، مسلکي او شفاف ډول ترسره کړي.
نوموړي همدا راز د مالي چارو په برخه کې د رامنځته کېدونکو ستونزو پر حل ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د جدي ستونزو د حل لپاره دې موضوعات له مرکزي دفتر سره شریک شي، څو په اړه یې لازم اقدامات ترسره شي.
په دغه ۱۵ ورځني روزنیز ورکشاپ کې به ګډونوالو ته د مالي مدیریت د پیاوړتیا، حساب ورکونې د ظرفیت لوړولو، د مالي اصولو او سیستمونو د ښه پېژندنې او د مالي لارښود د اغېزمن تطبیق په برخو کې معلومات او عملي زده کړې وړاندې شي.
تمه ده چې د ورکشاپ له بشپړېدو سره د ګډونوالو د مالي مدیریت او حساب ورکونې ظرفیتونه پیاوړي او د مالي اصولو او سیستمونو په پلي کولو کې د هغوی مسلکي وړتیاوې لا لوړې شي.
