غور؛ تېره یوه میاشت کې د زرګونو ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې
سې شنبه، ۱۶ ربیع الآخر ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د غور ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۶۵۵۶ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو درملو د ورکړې، ټپونو د پانسمان، واکسینونو د تطبیق، روغتیايي سلا مشورو او خوارځواکو ماشومانو ته د درملنې خدمتونه وړاندې کړي دي. سربېره پر دې، ۵۵۳ تنو ته د مور او ماشوم د روغتیا اړوند خدمتونه هم ترسره شوي دي.
