د روزونکو د ظرفیت لوړونې ورکشاپ دایرشو

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۵ - ۱۳:۵۸
تدویر ورکشاپ ارتقاء ظرفیت ترینران

سه شنبه د ذوالحجې پر ۲۷مه د بشري سرچینو ریاست د اداري پراختیا د آمریت له لوري د اووه سیمه ییزو زونونو او مرکزي دفترونو مدیرانو د ظرفیت لوړونې په موخه دوه ورځنی ښوونیز ورکشاپ د نړیوال سره صلیب د استازې مېرمن شارټ خوزي مورل په شتون کې د افغاني سرې میاشتې د سرپرست عمومي رییس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص له لوري پرانیستل شو.

دا ښوونیز ورکشاپ چې د نړیوال سره صلیب په مالي مرسته ترسره شو موخه یي؛ خوندي لاسرسی، د محافظت او مصؤنیت ریاست فعالیتونه، د روغتیایي خدماتو فعالیتونه، د کابل مرستون د پروګرامونو پېژندنه، د رضاکارانو او کارکوونکو چلند او سلوک رانغاړي.

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: کومې مرستې چې د نړیوال سره صلیب له لوري په افغانستان کې شوي د ستایلو وړ دي، دا ځل یې د ظرفیت لوړونې په موخه مرسته کړې باید له تجربو څخه یې ګټه پورته شي ځکه افغاني سره میاشت او ټولنه ورته اړتیا لري همدارنګه نوموړي زیاته کړه؛ په خپلو کارونو کې باید اخلاص ولرو او هڅه باید وشي ترڅو په لرو پرتو سیمو کې له پېښځپلو سره بشرپال خدمتونه په خپل وخت ترسره شي.

 

تدویر ورکشاپ ارتقاء ظرفیت ترینران

 

تدویر ورکشاپ ارتقاء ظرفیت ترینران

 

تدویر ورکشاپ ارتقاء ظرفیت ترینران

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۵:۴
Background image

کابل؛ د ګرمې اعاشې او امنیتي کمرو د تدارک لپاره د داوطلبۍ دوه ناستې وشوې

یکشنبه، ۲۸ ذوالحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د دې ادارې د کابل مرکزي مرستون د داخلي مشمولینو لپاره د ۲۴ قلمه ګرمې اعاشې او د ساتنې او خونديتوب ریاست لپاره د ۱۸ قلمه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۲:۵۷
Background image

کابل؛ د لومړي ګرځنده روغتیايي ټیم د ام‌ ډي ډاکټر بست لپاره له نوماندانو ازموینه واخیستل شوه

یکشنبه، ۲۸ ذوالحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې اړوند د کابل ولایت د لومړي ګرځنده روغتیايي ټیم لپاره د ام‌ ډي ډاکټر په خالي بست د یوه وړ او مسلکي روغتیاپال د ګمارنې په موخه له نوماندانو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۲:۵۰
Background image

ننګرهار؛ زرګونو ناروغانو ته پراخ روغتیايي خدمتونه وړاندې شوي

یکشنبه، ۲۸ ذوالحجه ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د ننګرهار ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۷۰۸۱۲ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د. . .

BACK TO NEWS