د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس دوحه کې د قطر هېواد د بهرنیو چارو وزارت له استازو سره په یو لړ موضوعاتو ناسته ترسره کړه!

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۳/۱۸ - ۱۷:۵۷
د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس دوحه کې د قطر هېواد د بهرنیو چارو وزارت له استازو سره په یو لړ موضوعاتو ناسته ترسره کړه!

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس مولوي مطیع الحق خالص دوحه کې د قطر هېواد د بهرنیو چارو وزارت له استازو سره په یو لړ موضوعاتو ناسته ترسره کړه. په ناسته کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص د افغانستان د خلکو ستونزې او حل لارې شریکې کړې.

همدا ډول یې د قطر له هېواد، بهرنیو چارو وزارت او سرې میاشتې مننه وکړه چې دوحې ته د افغاني سرې میاشتې د وروستي پلاوي په راتګ کې یې مرسته وکړه او ناستې یې تنظیم کړې. نوموړي پر افغانستان د لګیدلو اقتصادي بندیزونو له امله افغانانو ته د ورپېښو بشري ستونزو په اړه هم تفصیلي خبرې وکړې.

د ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص له څرګندومو وروسته د قطر د بهرنیو چارو وزارت استازو د همکارۍ ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۵۹
Background image

نورستان: ۲۱۵ زده کوونکي له ښوونیز مرکز فارغ شول

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د نورستان د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۲۱۵ نارینه او ښځینه زده کوونکي د درې میاشتنیو وړيا زده کړو تر بشپړولو وروسته فارغ شول.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۷
Background image

ازبکستان ۲۵۰ ټنه بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
ازبکستان په بلخ ولایت کې ۲۵۰ ټنه د خوراکي او غیرخوراکي توکو بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله.
دغه مرسته د یوې رسمي غونډې پر مهال وسپارل شوه، چې پکې د بلخ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۶:۷
Background image

بدخشان کې د اړمنو لاسنیوی؛ افغاني سرې میاشتې ۵۰ کورنيو ته نغدي مرسته ووېشله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د بدخشان ولایت د مرکز فیض‌ آباد ښار د درېیمې ناحیې ۵۰ اړمنو کورنیو ته ۵۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشله.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۱۰،۵۰۰ افغانۍ. . .

BACK TO NEWS