بدخشان کې د اړمنو لاسنیوی؛ افغاني سرې میاشتې ۵۰ کورنيو ته نغدي مرسته ووېشله
چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د بدخشان ولایت د مرکز فیض آباد ښار د درېیمې ناحیې ۵۰ اړمنو کورنیو ته ۵۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشله.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۱۰،۵۰۰ افغانۍ د اقتصادي لاسنیوي په موخه ورکړل شوې.
د یادونې وړ ده، چې څو ورځې وړاندې هم د یاد ولایت په مرکز فیض آباد او ارګو ولسوالۍ کې پر ۴۵۹ کورنیو نږدې ۵ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته وېشل شوې وه.
افغاني سره میاشت د یوې بې طرفه او بشرپالې ټولنې په توګه هڅه کوي څو د اړمنو او بېوزله هېوادوالو د ژوند د ښه والي او هوساینې لپاره اغېزمن خدمتونه وړاندې کړي.
