نورستان: ۲۱۵ زده کوونکي له ښوونیز مرکز فارغ شول
چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د نورستان د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۲۱۵ نارینه او ښځینه زده کوونکي د درې میاشتنیو وړيا زده کړو تر بشپړولو وروسته فارغ شول.
د فراغت په مراسمو کې د ښوونيز مرکز مدیر فضل الله ثاقب ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د زده کوونکو هڅې وستایلې او هغوی یې د لا زیاتو زده کړو او پرمختګ لپاره وهڅول.
له فارغانو څخه ۹۰ تنه نارینه او ۱۲۵ تنه ښځینه زده کوونکي دي، چې د اسلامي زده کړو، انګلیسي ژبې، کمپیوټر، لیک لوست او ریاضي په برخو کې يې زده کړې ترسره کړې دي.
دا مهال شاوخوا ۳۰۰ نور زده کوونکي په همدې مرکز کې په بېلابېلو برخو کې وړیا لنډمهاله زده کړې ترلاسه کوي؛ چې په شخصي ښوونیزو مرکزونو کې د فیس ورکولو توان نه لري.
افغاني سره میاشت د خپلو ښوونیزو مرکزونو له لارې غواړي چې اړمنو ځوانانو ته د وړیا مسلکي زده کړو او مهارتونو د ترلاسه کولو زمینه برابره کړي، څو وکولای شي په ټولنه کې فعال او ګټور رول ولوبوي.
