کابل؛ د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس د قلبي روغتون له خدماتو لیدنه وکړه
چهارشنبه، ۱۶ جمادی الأولی ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د دې ادارې اړوند قلبي روغتون کې د زړه سوري لرونکو ناروغانو د درملنې له بهیر او وړاندې کېدونکو روغتیايي خدمتونو څخه لیدنه وکړه.
عمومي رئیس د لیدنې پر مهال روغتياپالانو ته لارښوونه وکړه چې د زړه سوري لرونکو ناروغانو د درملنې په برخه کې په پوره اخلاص د ناروغانو خدمت وکړي، د هغوی درملنې ته جدي پاملرنه وکړي او روغتیايي خدمتونه د مسلکي اصولو او معیارونو له مخې وړاندې کړي.
شيخ الحدیث شهاب الدین دلاور د روغتیاپالانو هڅې او خدمتونه وستایل او د ناروغانو د درملنې او روغتیايي خدمتونو د لا ښه والي لپاره یې د لا زیاتو هڅو په دوام ټینګار وکړ. نوموړي ډاډ وښود، چې افغاني سره میاشت به د قلبي روغتون د خدماتو د پراختیا او د زړه سوري لرونکو ناروغانو لپاره د غوره روغتيايي اسانتیاوو د برابرولو په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
د ياد ونې وړ ده چي قلبي روغتون کې د اړمنو ناروغانو د درملنې او عملياتو ټول لګښت د افغاني سرې میاشتې له لوري ورکول کېږي.
