هرات؛ په ۱۹ ولسوالیو او ۱۵ ښاري ناحیو کې د ولایتي مجامعو ۱۷۰ نوي غړي وټاکل شول
چهارشنبه، ۱۶ جمادی الأولى ۱۴۴۸
افغاني سرې میاشتې په هرات ولایت کې د ۱۹ ولسوالیو او ۱۵ ښاري ناحیو لپاره د ولایتي مجامعو د نویو غړو د ټاکنې او پېژندنې بهیر بشپړ کړ، چې په ترڅ کې یې ۱۷۰ مخور شخصيتونه، قومي مشران او لوستي ځوانان د مجامعو د نویو غړو په توګه وټاکل شول.
د ټاکنې او پېژندنې په غونډو کې ګډونوالو ته د افغاني سرې میاشتې د بشردوستانه فعالیتونو او لاسته راوړنو، د ولایتي مجامعو د ارزښت، د غړو د دندو او مسوولیتونو او د خلکو د ستونزو په حل کې د هغوی د رول په اړه معلومات ورکړل شول.
دغه بهیر د ولایتي مجامعو د رئیس مولوي ګل الرحمن مهاجر په سرپرستۍ ترسره شو.
د ټاکل شوي جوړښت له مخې، په هره ولسوالۍ او ښاري ناحیه کې پنځه غړي ټاکل شوي، چې یو تن یې د رئیس او څلور نور یې د فعالو غړو په توګه خپلې چارې مخته وړي.
نوي غړي به په خپلو سیمو کې د طبیعي او غیر طبیعي پېښو له امله د زیانمنو خلکو اړتیاوې معلوموي، له اړوندو ټیمونو سره به د بشردوستانه فعالیتونو په ترسره کولو کې همغږي کوي او د اړونده سیمو د وضعیت په اړه به راپور ورکوي.
دوی به همدا راز د اړمنو خلکو اړتیاوې له افغاني سرې مياشتې سره شریکوي، څو بشردوستانه خدمتونه پر وخت او اغېزمن ډول ترسره شي.
