جوزجان ولايت کې ٨٢٦٢ تنه اړمنو هيوادوالو ته روغتیایي خدمات!

جوزجان ولايت کې ٨٢٦٢ تنه اړمنو هيوادوالو ته روغتیایي خدمات!
د افغاني سرې میاشتې روغتياپالانو د جوزجان ولايت په بېلابېلو سيمو کې د تېرو ۳۰ ورځو په ترڅ کې ٤١٠١ تنو ته د کتنې ترڅنګ د اړتیا وړ درمل ورکړي؛ د ١٠٧ تنو ټپیانو پانسمان، ٤٩٧ مېرمنو او ماشومانو ته د بیلا بیلو ناروغیو د مخنیوي په برخه کې د واکسینونو تطبیق، ٢٣٦٥ کسانو ته د روغتیا ساتنې په تړاو اړینې مشورې، ٣٠٧ مېرمنو ته د زیږون په برخه کې خدمات، ٧٥٦ خوارځواکو ماشومانو ته د خوارځواکۍ اړوند خوراکي توکي او ١٢٩ تنو مېرمنو ته يې د کورني تنظیم د چمتووالي په برخه کې لازمې مشورې هم ورکړې دي.