کندز کې د رواني روغتیا له مرکز څخه ۳۶ تنه رغېدلي ناروغان رخصت شول

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۳ - ۱۱:۲
k

پنجشنبه، ۲۴ شعبان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د شمال ختیځ زون اړوند په کندز ولایت کې د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې له مرکز څخه ۳۶ تنه رغېدلي ناروغان تر بشپړې درملنې وروسته د یوې غونډې په ترڅ کې رخصت شول.
د یادونې وړ ده، چې افغاني سره مياشت د هېواد په شپږو زونونو (کابل، کندهار، ننګرهار، بلخ، هرات، کندز) کې د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې مرکزونه لري، چې په کې يادو ناروغانو ته هر اړخيز روغتيايي خدمتونه وړاندې کېږي.
افغاني سره میاشت د خپلو پراخو بشري خدمتونو ترڅنګ، د رواني روغتیا په برخه کې هم د هېوادوالو لاسنیوی کوي او د بېوسه ناروغانو لپاره د هر اړخیزې درملنې اسانتیاوې برابروي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۹:۲۷
Background image

نیمروز کې د زرګونو ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې

شنبه، ۲۵ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د نیمروز ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۱۹۸۷ تنو ناروغانو ته د معاینې، درملو د ورکړې، د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۱۴:۰
Background image

میدان وردګ؛ له ۳۲۱ راستنو شویو او بې‌ سرپرسته کورنیو سره ۲۴.۳ ټنه د خوراکي توکو مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲۳ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د میدان وردګ ولایت په مرکز، میدان ښار، کې له ۲۸۰ راستنېدونکو کډوالو او ۴۱ بې‌ سرپرسته کورنیو سره ۲۴.۳ ټنه د خوراکي توکو مرسته وشوه.

. . .
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۱۷:۳۸
Background image

بامیان؛ ۲۳ کارکوونکو او رضاکارانو ته د ظرفیت لوړونې ورکشاپ پای ته ورسېد

چهارشنبه، ۲۲ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بامیانو ولایت په نمایندګۍ کې ۲۳ تنو کارکوونکو او رضاکارانو ته د ظرفیت لوړونې دوه ورځنی ورکشاپ د تصدیق‌ پاڼو په وېشلو پای ته ورسېد. . .

BACK TO NEWS