کاپیسا: له ٣ پېښځپلو کورنيو سره مرسته وشوه

یکشنبه، ۳ محرم الحرام ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د کاپیسا ولایت په نجراب ولسوالۍ کې له ۳ سېلاب ځپلو کورنیو سره د غیر خوراکي توکو مرسته ترسره شوه، چې هرې کورنۍ ته یو ترپال، ۷ کمپلې، ۱ سیټ د پخلنځي توکي او دوه د اوبو بوشکې ورکړل شوې.
همدا راز د یادو کورنیو له جملې له یوې کورنۍ سره د یوې خېمې مرسته هم ترسره شوه.