غزني کې د اورلګېدنې له امله زیانمنې کورنۍ ته بېړنۍ مرسته ورسول شوه

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۴:۱۸
M

چهارشنبه، ۲۶ ذوالقعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د غزني ولایت د مرکز د قلعه جوز سیمې هغې کورنۍ ته، چې د اورلګېدنې له امله زیانمنه شوې وه، بېړنۍ غیر خوراکي مرسته ورسول شوه.

ياده مرسته په یوه خېمه، یو ترپال، ۷ کمپلې، د پخلنځي د توکو یو سیټ او د اوبو په ۲ بوشکو شامله وه، چې د لنډمهالې سرپناه د برابرولو او د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره چمتو شوې وه.

د بېړنیو پېښو له امله د زیانمنو کورنیو لاسنیوی او د هغوی د لومړنیو اړتیاوو پوره کول، د افغاني سرې میاشتې له مهمو بشري مسؤولیتونو څخه ګڼل کېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۱۴:۰
Background image

میدان وردګ؛ له ۳۲۱ راستنو شویو او بې‌ سرپرسته کورنیو سره ۲۴.۳ ټنه د خوراکي توکو مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲۳ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د میدان وردګ ولایت په مرکز، میدان ښار، کې له ۲۸۰ راستنېدونکو کډوالو او ۴۱ بې‌ سرپرسته کورنیو سره ۲۴.۳ ټنه د خوراکي توکو مرسته وشوه.

. . .
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۱۷:۳۸
Background image

بامیان؛ ۲۳ کارکوونکو او رضاکارانو ته د ظرفیت لوړونې ورکشاپ پای ته ورسېد

چهارشنبه، ۲۲ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بامیانو ولایت په نمایندګۍ کې ۲۳ تنو کارکوونکو او رضاکارانو ته د ظرفیت لوړونې دوه ورځنی ورکشاپ د تصدیق‌ پاڼو په وېشلو پای ته ورسېد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۱۴:۳۷
Background image

کابل؛ د زړه او رواني ناروغانو لپاره د درملو د برابرولو په اړه خبرې وشوې

چهارشنبه، ۲۲ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس، ښاغلي شیخ‌ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور، په خپل کاري دفتر کې له یو شمېر ازبکستاني سوداګرو سره د زړه او رواني ناروغانو لپاره د اړتیا. . .

BACK TO NEWS