د ځان‌ بسیاینې پر لور؛ هرات کې ۵۰ اړمنې مېرمنې د خیاطۍ حرفوي زده‌ کړو ته شاملې شوې

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۱:۵۵
H

پنجشنبه، ۲۷ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د هرات ولایت په شینډنډ او زنده‌ جان ولسوالیو کې ۵۰ هغه اړمنې او راستنې شوې مېرمنې د خیاطۍ حرفوي زده ‌کړو ته شاملې شوې، چې د طبیعي پېښو، اقلیمي بدلونونو او کډوالۍ له امله زیانمنې شوې وې.

ټاکل شوې ده، چې ګډونوالې د شپږو میاشتو لپاره د خیاطۍ په روزنیزو مرکزونو کې مسلکي زده ‌کړې ترلاسه کړي او له فراغت وروسته به ورته تصدیق پاڼې هم ورکړل شي.

همدارنګه د دغو مېرمنو د کورنیو سرپرستانو ته د زده‌کړو له پیل وړاندې د خیاطۍ د وسایلو او اړینو توکو د پېرلو لپاره ۳۰۰ زره افغانۍ نغدي مرسته ورکړل شوه، چې له مخې یې د هرې مېرمنې لپاره ۶ زره افغانۍ ځانګړې شوې وې.

دغه پروګرام د اقلیمي بدلونونو پروژې په چوکاټ کې د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون په مالي ملاتړ پلې کېږي، چې موخه یې د زیانمنو او راستنو شویو مېرمنو د حرفوي مهارتونو لوړول، اقتصادي پیاوړتیا او ځان‌ بسیاینه ده.

د یاد پروګرام له مخې په هره ولسوالۍ کې د خیاطۍ دوه روزنیز مرکزونه جوړ شوي، چې د اړتیا وړ وسایل لکه مېزونه، څوکۍ، برېښنايي او عادي ماشينونه او د پرېکولو مېزونه ورته برابر شوي دي.

افغاني سره میاشت هڅه کوي د حرفوي زده ‌کړو او معیشتي پروګرامونو له لارې اړمنو مېرمنو ته د کار، عاید او ځان‌ بسیاینې فرصتونه برابر کړي

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۷:۹
Background image

هرات کې څه باندې ١٨ زره ناروغان له روغتيايي خدمتونو برخمن شوي

پنجشنبه، ۱۱ ربیع الآخر ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د هرات ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۱۶۵۸۶ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۷:۳
Background image

لوګر، هلمند، غور؛ ۱۶۰ نارینه او ښځینه رضاکارانو ته د لومړنیو روغتیايي مرستو بستې ووېشل شوې

پنجشنبه، ۱۱ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري په لوګر ولایت کې ۸۰ تنو، د هلمند ولایت په مارجې ولسوالۍ کې ۴۰ تنو او د غور ولایت په تولک ولسوالۍ کې ۴۰ تنو نارینه او ښځینه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۶:۱۸
Background image

بدخشان؛ تېره یوه میاشت کې د زرګونو ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې

چهارشنبه، ۱۰ ربیع الآخر ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د بدخشان ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۴۶۷۹ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې،. . .

BACK TO NEWS