کابل کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري ۲۰۰ کورنیو ته مرسته ووېشل شوه!

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱/۲۹ - ۱۲:۵۰
جمعیت هلال احمر افغانی به ۲۰۰ خانواده در ولایت کابل مساعدت نمود

نن دوشنبه د روان ۱۴۰۱ لمریزکال د وري میاشتې پر ۲۹ مه نېټه، چې د ۱۴۴۳ کال د رمضان المبارک میاشتې له ۱۷ مې نېټې سره سمون لري، د تېرې ورځې د مرستې پر دوام د کابل ولایت نماینده ګۍ کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري ۲۰۰ اړمنو او بېوزله کورنیو ته د آلمان د سولې کلي له لوري چمتو شوې د خوراکي توکو مرسته، چې هرې کورنۍ ته پکې ۵۰ کیلو اوړه، ۲۴.۵ کیلو وریژې، ۷ کیلو لوبیا، ۲ کیلو مالګه، ۷ کیلو نخود، ۷ کیلو مټر دال، ۱۰ لیټره غوړي او ۵ کیلو بوره شامل و، ووېشل شول.

د یادونې وړ ده، چې دا لړۍ د وري میاشتې پر ۲۵ مه نېټه د ۸۰۰ اړمنو او بېوزله کورنیو لپاره پیل شوې وه، نن دوشنبه پاتې ۲۰۰ کورنیو ته د مرستې په وېشلو سره پایته ورسېده. همداراز په پام کې ده چې په نږدې راتلونکي کې یاده مرسته د بګرامیو ولسوالۍ په ۱۳۰ او د سروبي ولسوالۍ په ۳۷۰ اړمنو کورنیو وویشل شي.

 

جمعیت هلال احمر افغانی به ۲۰۰ خانواده در ولایت کابل مساعدت نمود

 

جمعیت هلال احمر افغانی به ۲۰۰ خانواده در ولایت کابل مساعدت نمود

 

جمعیت هلال احمر افغانی به ۲۰۰ خانواده در ولایت کابل مساعدت نمود

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۸:۳۱
Background image

ارزګان کې زرګونه ناروغان د افغاني سرې مياشتې له روغتیايي خدمتونو برخمن شوي

چهار شنبه، ۲۴ ذوالقعده ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د ارزګان ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۱۶۴۵ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۸:۵۰
Background image

خوست کې ۲۷۰ بېځایه شویو کورنیو ته د پاکو اوبو د لاسرسي اسانتیا برابره شو

سې شنبه، ۲۳ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې مياشتې له لوري د خوست ولایت په علیشېرو او ګربزو ولسوالیو کې د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون په مالي ملاتړ ۲۷۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو لپاره پاکو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۳:۴۷
Background image

پکتیکا کې ۱۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو ته غیر خوراکي توکي ووېشل شول

سې شنبه، ۲۳ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیکا ولایت د تروو ولسوالۍ ۱۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو ته غیر خوراکي توکي ووېشل شول.

یاده مرسته د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون. . .

BACK TO NEWS