پکتیکا کې ۱۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو ته غیر خوراکي توکي ووېشل شول

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۳:۴۷
Pak

سې شنبه، ۲۳ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیکا ولایت د تروو ولسوالۍ ۱۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو ته غیر خوراکي توکي ووېشل شول.

یاده مرسته د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون له لوري چمتو شوې وه، چې له مخې یې هرې کورنۍ ته ۱ خېمه، ۷ کمپلې، ۲ ترپالونه، د پخلنځي د توکو یو سیټ او ۲ د اوبو بوشکې ورکړل شوې.

دغه مرسته د داخلي بېځایه شویو کورنیو د عاجلو اړتیاوو د پوره کولو او د هغوی د ژوند د لومړنیو ستونزو د راکمولو په موخه ترسره شوه.

افغاني سره میاشت هڅه کوي د طبیعي پېښو او ناورینونو له امله زیانمنو او بېځایه شویو کورنیو ته پر وخت بشري مرستې ورسوي او د هغوی لومړنیو اړتیاوو ته ځواب ووایي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۷:۱
Background image

لوګر؛ ۲۴ سېلاب ځپلو کورنیو ته د غیر خوراکي توکو مرسته ورکړل شوه

یکشنبه، ۴ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د لوګر ولایت د محمدآغې ولسوالۍ د ذاهد آباد په سیمه کې ۲۴ سېلاب ځپلو کورنیو ته د غیر خوراکي توکو مرسته ورکړل شوه.

د دغې مرستې له مخې، هرې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۰:۸
Background image

Uruzgan: Comprehensive Health Services Provided to Thousands of Patients

Saturday, July 19, 2026

 

Over the past 30 days, medical staff of the ARCS have provided healthcare services to 2,045 patients across various districts and villages of Uruzgan. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۰:۴
Background image

ارزګان؛ زرګونو ناروغانو ته پراخ روغتیايي خدمتونه وړاندې شوي

یکشنبه، ۴ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د ارزګان ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۲۰۴۵ تنو ناروغانو ته د معاینې، لازمو درملو د ورکړې،. . .

BACK TO NEWS