سمنګان؛ د زلزله‌ ځپلو کورنیو د ځان‌ بسیاینې لپاره معیشتي مرستې ووېشل شوې

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۷:۳۶
Sm

سې‌ شنبه، ۱۳ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د سمنګان ولایت د خُلم ولسوالۍ ۶۰ زلزله‌ ځپلو کورنیو ته د اقتصادي پیاوړتیا، ځان‌ بسیاینې او د دوامدار عاید د رامنځته کولو په موخه معیشتي مرستې ووېشل شوې.

دغه مرستې، چې د ډنمارک سره صلیب په مالي ملاتړ برابرې شوې وې، له مخې یې ۴۴ کورنیو ته، هرې کورنۍ ته دوه پسونه، د اوبو یو سطل، یو تشت او یوه بېلچه ورکړل شوه او ۱۶ نورو کورنیو ته د خیاطۍ بشپړ وسایل، چې د خیاطۍ ماشین، زیګزاګ ماشین، اوتو او نور اړین تجهیزات پکې شامل وو، ووېشل شول.

د دغو مرستو موخه دا ده، چې زلزله‌ ځپلې کورنۍ د خپلو وړتیاوو او شته فرصتونو پر بنسټ د عاید دوامدارې سرچینې رامنځته کړي، خپل اقتصادي وضعیت پیاوړی او د ژوند لومړنۍ اړتیاوې په خپلو امکاناتو برابرې کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۷:۳۶
Background image

سمنګان؛ د زلزله‌ ځپلو کورنیو د ځان‌ بسیاینې لپاره معیشتي مرستې ووېشل شوې

سې‌ شنبه، ۱۳ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د سمنګان ولایت د خُلم ولسوالۍ ۶۰ زلزله‌ ځپلو کورنیو ته د اقتصادي پیاوړتیا، ځان‌ بسیاینې او د دوامدار عاید د رامنځته کولو په موخه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۹:۳
Background image

پکتیکا؛ زرګونه ناروغان د افغاني سرې مياشتې له روغتیايي خدمتونو برخمن شوي

سې شنبه، ۱۳ صفر ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د پکتیکا ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۲۳۴۵۲ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو درملو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۲۰:۶
Background image

کابل؛ د جنیوا کنفرانس لپاره د افغاني سرې میاشتې د واحد پلان پر چمتووالي بحث وشو

دوشنبه، ۱۲ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د سکرتر جنرال عملیاتي مرستیال، مولوي روح‌ الله عبدالسلام، د مرکزي دفتر د یو شمېر رئیسانو او د ملي ټولنو نړيوال فدراسيون د استازې اغلې ماري. . .

BACK TO NEWS