خوست کې ۲۷۰ بېځایه شویو کورنیو ته د پاکو اوبو د لاسرسي اسانتیا برابره شو

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۸:۵۰
K

سې شنبه، ۲۳ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې مياشتې له لوري د خوست ولایت په علیشېرو او ګربزو ولسوالیو کې د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون په مالي ملاتړ ۲۷۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو لپاره پاکو اوبو ته د لاسرسي زمینه برابره شوه.

د افغاني سرې میاشتې د خوست ولایتي نمایندګۍ رئیس، شیخ الحدیث محمد ولي جان عدالت یار، وویل چې دغو کورنیو د څښاک پاکو اوبو ته کافي لاسرسی نه درلود او د غیر صحي اوبو د کارونې له امله یې ماشومان په بېلابېلو ناروغیو اخته کېدل.

نوموړي زياته کړه، ددې ستونزې د هواري او خلکو ته د پاکو اوبو د رسېدو د زمینې برابرولو لپاره يې یاد اقدام ترسره کړ.

ددې پروژې له مخې، په یادو سیمو کې لس د اوبو ټانکۍ نصب شوې چې هره یوه یې د ۱۰۰۰ لیټره اوبو ظرفیت لري. دغه ټانکۍ به هره ورځ د اوبو ټانکرونو له لارې ډکېږي او کورنۍ به ترې د څښاک او نورو اړینو اړتیاوو لپاره ګټه اخلي.

د دې کار موخه خلکو ته د پاکو اوبو د رسېدو زمینه برابرول، د اوبو د کمښت ستونزه کمول او د اوبو له لارې د خپرېدونکو ناروغیو مخنیوی دی.

افغاني سره میاشت هڅه کوي د پاکو اوبو او روغتیا ساتنې د پروګرامونو له لارې د زیانمنو او بېځایه شویو کورنیو د ژوند شرایط ښه او روغتیايي ستونزې راکمې کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۷:۱۸
Background image

هرات؛ ۱۴ راستنېدونکو کډوالو کورنیو ته د کاروبار د پیاوړتیا لپاره اړین وسایل ووېشل شول

یکشنبه، ۱۱ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري، د هانګ کانګ سره صلیب په مالي او د ډنمارک سره صلیب په تخنیکي ملاتړ، د هرات ښار او ګذره ولسوالۍ ۱۴ راستنېدونکو کډوالو کورنیو ته د ۱۵۷ زره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۵:۵۷
Background image

کابل؛ د مالي مدیرانو لپاره ۱۳ ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو

یکشنبه، ۱۱ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د مالي ریاست له لوري د مرکز، سیمه‌ ییزو زونونو، د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې مرکزونو او مرستونونو ۲۴ مالي مدیرانو ته د مالي محاسبې، مالي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۹:۵۰
Background image

افغاني سره میاشت؛ پکتيا کې د زرګونو اړمنو ناروغانو درملنه شوې

یکشنبه، ۱۱ صفر ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د پکتیا ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۵۷۴۵ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو درملو د. . .

BACK TO NEWS