افغاني سره میاشت؛ پکتيا کې د زرګونو اړمنو ناروغانو درملنه شوې
یکشنبه، ۱۱ صفر ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د پکتیا ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۵۷۴۵ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو درملو د ورکړې، ټپونو د پانسمان، واکسینونو د تطبیق، روغتیايي سلا مشورو او خوارځواکو ماشومانو ته د درملنې خدمتونه وړاندې کړي دي. سربېره پر دې، ۵۸۹ تنو ته د مور او ماشوم د روغتیا اړوند خدمتونه هم ترسره شوي دي.
