کابل مرکزي مرستون کې داخلي او بېرونیو مشمولینو او د تهې مسکن او د علاو الدين درې لارې په روزنتونو کې ماشومانو ته د اختر جامې ووېشل شوې!

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۱ - ۲۱:۱۳
خبرونه

کابل مرکزي مرستون کې داخلي او بېرونیو مشمولینو او د تهې مسکن او د علاو الدين درې لارې په روزنتونو کې ماشومانو ته د اختر جامې ووېشل شوې!

نن سه شنبه د رمضان میاشتې پر ۱۱ مه، د ترکیې د دیانت بنسټ له لوري چمتو شوې د اختر جامو مرسته د افغاني سرې میاشتې په همغږۍ ددې خیریه ملي ټولنې کابل مرکزي مرستون کې پر ۵۵ داخلي او ۴۰ بیرونیو مشمولینو ووېشل شوه او همدا راز د تهې مسکن او علاو الدين درې لارې سيمو کې په دوو روزنتونو کې په افغانستان کې د ترکيې د سفير ښاغلي جَنک اونال او د ديانت بنسټ د استازو په شتون کې ٣٨٢ ماشومانو ته د اختر جامې، جمپرونه او بوټان ورکړل شول.

 په ياده مرسته کې هر ماشوم ته یوه جوړه جامې، جمپر او يو جوړه بوټ وسپارل شول .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۷:۱۱
Background image

کابل کې پر ۶۳ بېوزله کورنیو بشري مرسته ووېشل شوه

پنجشنبه، ۲۰ جمادی الآخره ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د کابل ښار اړوند د اوومې ناحیې پر ۶۳ اړمنو او بېوزله کورنیو ۱۰ قلمه د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه.
یاده مرسته چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۶:۵۶
Background image

هلمند کې ۳۰۰ اړمنې او راستنې شوې کورنۍ د خوراکي توکو له مرستې برخمنې شوې

پنجشنبه، ٢٠ جمادى الآخره  ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې له ۳۰۰ اړمنو او راستنو شوو کډوالو کورنیو سره د بشري خواخوږۍ په موخه ۲۶.۳ ټنه د خوراکي توکو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۶:۴۳
Background image

تخار کې له ۳۲ راستنو شوو کورنیو سره د خېمو مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲۰ جمادی الآخره ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د تخار ولایت د دشت قلعه ولسوالۍ په بای دینګک کلي کې له ۳۲ راستنو شوو کډوالو کورنیو سره د لنډمهالې سرپناه د برابرولو په موخه د ۳۲ خېمو. . .

BACK TO NEWS