کابل؛ له کارکوونکو د نبوي سیرت د زده کړو د ارزونې په موخه ازموینه واخیستل شوه
یکشنبه، ۳۰ ربیعالاول ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د دعوت او ارشاد ریاست له لوري د کارکوونکو د ورځنیو دیني زده کړو د ارزونې په موخه د نبوي سیرت ازموینه واخیستل شوه.
دغه ازموینه د افغاني سرې میاشتې د غونډو په لوی تالار کې ترسره شوه، چې موخه یې د نبوي سیرت په اړه کارکوونکو ته د وړاندې شوو ورځنیو درسونو د زده کړې او پوهې د کچې ارزول وو.
د ورځنیو دیني درسونو له لارې هڅه کېږي چې کارکوونکي د رسول الله ﷺ له مبارک سیرت او اسلامي ارزښتونو سره لا ښه بلد شي او د خپلو دندو د ترسره کولو پر مهال اسلامي اصولو او ارزښتونو ته لا ډېر ژمن پاتې شي.
د دعوت او ارشاد ریاست له لوري کارکوونکو ته د ورځنیو دیني زده کړو پروګرام د دیني پوهاوي د لوړولو او اسلامي ارزښتونو د پیاوړتیا په موخه په دوامداره توګه ترسره کېږي.
