کابل؛ د ناورین پر مهال د بېړنۍ مرستې د بودیجې د بنسټونو په اړه څلور ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۵:۱۶
K

یکشنبه، ۳۰ ربیع‌ الاول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د پېښو، رضاکارانو، نړیوالو اړیکو او کارکوونکو چارو ریاستونو او پلان جوړونې آمریت یو شمېر کارکوونکو ته د ناورین پر مهال د بېړنۍ مرستې د بودیجې د بنسټونو په اړه څلور ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو.

دغه ورکشاپ د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون په مالي او تخنیکي ملاتړ جوړ شوی چې د افغاني سرې میاشتې د سکرتر جنرال د عملیاتي چارو مرستیال مولوي روح‌ الله عبدالسلام او په افغانستان کې د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون د مشر ښاغلي حسام فیصل په حضور کې یې پرانیسته وشوه.

د ورکشاپ په پرانیسته کې د افغاني سرې میاشتې د سکرتر جنرال عملیاتي مرستیال د دغه روزنیز پروګرام پر اهمیت خبرې وکړې او له ګډونوالو یې وغوښتل چې له وړاندې شوو مطالبو څخه پوره ګټه واخلي. 

نوموړي وویل چې دا ډول روزنیز پروګرامونه د پېښو پر مهال د اغېزمن او پر وخت ځواب‌ ویلو په برخه کې مهم رول لري. هغه د ورکشاپ د جوړېدو په برخه کې د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون له مالي او تخنیکي ملاتړ څخه مننه وکړه.

ورپسې په افغانستان کې د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون مشر د پېښو پر وړاندې د اغېزمنې ځواب وينې لپاره د مخکېني چمتووالي، د اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ، د منابعو پر وخت تنظیم او حساب‌ ورکونې پر اهمیت خبرې وکړې.

نوموړي ګډونوالو ته د پېښو پر وړاندې د چمتووالي، حساب‌ ورکونې او له تېرو تجربو څخه د زده‌ کړې په اړه هم اړین معلومات وړاندې کړل.

په دغه څلور ورځني ورکشاپ کې به ګډونوالو ته د پېښو پر وړاندې د چمتووالي او اړینو اقداماتو، د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون د رول او فعالیتونو، د ناورین پر مهال د بېړنۍ مرستې د بودیجې د بنسټونو، د پېښو پر مهال د ځواب‌ وینې د تجربو او له تېرو تجربو څخه د راتلونکو پېښو لپاره د ګټې اخیستنې په اړه روزنه ورکړل شي.

افغاني سره میاشت د ناورینونو پر وړاندې د اغېزمن چمتووالي او ځواب‌ وینې لپاره د خپلو کارکوونکو د ظرفیت لوړولو، د منابعو د اغېزمن مدیریت او حساب‌ ورکونې د پیاوړتیا په برخه کې هڅې کوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۵:۳۵
Background image

کابل؛ له کارکوونکو د نبوي سیرت د زده کړو د ارزونې په موخه ازموینه واخیستل شوه

یکشنبه، ۳۰ ربیع‌الاول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د دعوت او ارشاد ریاست له لوري د کارکوونکو د ورځنیو دیني زده کړو د ارزونې په موخه د نبوي سیرت ازموینه واخیستل شوه.

دغه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۵:۲۰
Background image

کابل؛ قلبي روغتون کې د زړه سوري لرونکو ۱۰۰ ماشومانو بریالي عملیاتونه ترسره شول

یکشنبه، ۳۰ ربیع‌الأول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې اړوند په قلبي روغتون کې د دغه روغتون له پرانیستې تر دې دمه د زړه سوري لرونکو ۱۰۰ ماشومانو د زړه بریالي عملیاتونه ترسره شوي دي.

په دغه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۵:۱۶
Background image

کابل؛ د ناورین پر مهال د بېړنۍ مرستې د بودیجې د بنسټونو په اړه څلور ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو

یکشنبه، ۳۰ ربیع‌ الاول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د پېښو، رضاکارانو، نړیوالو اړیکو او کارکوونکو چارو ریاستونو او پلان جوړونې آمریت یو شمېر کارکوونکو ته د ناورین پر مهال. . .

BACK TO NEWS