کابل؛ د ټولنې د روغتیا او لومړنیو مرستو روزونکي بست لپاره له نوماندانو ازموینه واخیستل شوه

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۱:۳۰
K

شنبه، ۱۱ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د ننګرهار، کونړ او بغلان ولایتونو لپاره د ټولنې د روغتیا او لومړنیو مرستو د روزونکي پر بست د وړ او مسلکي نوماند د ګمارنې په موخه له نوماندانو تحریري ازموینه واخیستل شوه.

یاده ازموینه، چې د دې ادارې د کارکوونکو چارو ریاست له لوري تنظیم شوې وه، ۳۷ تنو نارینه نوماندانو پکې ګډون کړی و.

ټاکل شوې ده، چې د تحریري ازموینې د پاڼو له ارزونې او تقريري ازموینې وروسته به د بشپړ عدالت، شفافیت او وړتیا پر بنسټ مخکښ نوماند غوره او پر یاد بست وګمارل شي.

افغاني سره میاشت د شفافیت د تأمین او د وړ او مسلکي کادرونو د جذب لپاره دا ډول ازموینې ترسره کوي؛ څو د روغتیایي خدمتونو کیفیت او اغېزمنتیا لا پیاوړې شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۱:۳۰
Background image

کابل؛ د ټولنې د روغتیا او لومړنیو مرستو روزونکي بست لپاره له نوماندانو ازموینه واخیستل شوه

شنبه، ۱۱ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د ننګرهار، کونړ او بغلان ولایتونو لپاره د ټولنې د روغتیا او لومړنیو مرستو د روزونکي پر بست د وړ او مسلکي نوماند د ګمارنې په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۵:۶
Background image

کابل؛ افغاني سرې میاشتې او نړیوال فدراسیون د څلور کلنې روغتیايي پروژې پر پلي کېدو خبرې وکړې

پنجشنبه، ۹ محرم الحرام ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د سکرتر جنرال عملیاتي مرستیال ښاغلي مولوي روح الله عبدالسلام، د روغتیايي خدمتونو رئیس ښاغلي ډاکټر عبدالله عرفان او د ننګرهار، کونړ او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳ - ۲۰:۴۰
Background image

بغلان؛ ۱۳ سېلاب ځپلو کورنیو ۳۹۰ زره افغانۍ نغدي مرسته ترلاسه کړه

چهارشنبه، ۸ محرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بغلان ولایت په مرکز پلخمري او خنجان ولسوالۍ کې ۱۳ هغو کورنیو ۳۹۰ زره افغانۍ نغدي مرسته ترلاسه کړه، چې د وروستیو سېلابونو له امله. . .

BACK TO NEWS