کابل؛ د افغاني سرې میاشتې مرستیال د المان د سولې کلي له استازو سره په اور سخت سوځېدليو ماشومانو د درملنې په اړه خبرې وکړې

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۲:۸
K

یکشنبه، ۲۰ جمادی‌ الأولی ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې مرستیال حافظ عزیز الرحمن په کابل کې د المان د سولې کلي خیریه بنسټ له استازو ین يسن او کلاوډیا سره په کتنه کې د هغو افغان ماشومانو د درملنې او بېرته راستنېدو په اړه خبرې وکړې، چې په المان کې د دغه بنسټ په مرسته يې درملنه شوې ده.

په دې کتنه کې د هغو ناروغو ماشومانو د لېږد پر څرنګوالي هم بحث وشو، چې د المان د سولې کلي خیریه بنسټ له لوري انتخاب شوي او د معیاري درملنې لپاره به المان ته ولېږدول شي.

حافظ عزیز الرحمن د سوځېدليو او میکروبي هډوکو لرونکو ماشومانو د درملنې په برخه کې د المان د سولې کلي له همکاریو مننه وکړه او د دغو همکاریو د لا پراختیا غوښتنه یې وکړه.

نوموړي همدا راز د ژمي په درشل کې د اړمنو کورنیو د ملاتړ او راستنېدونکو کډوالو د ځان‌ بسیاینې لپاره د کوچنیو کاروبارونو د برابرولو په برخه کې د دغه بنسټ د همکاریو د پراختیا غوښتنه وکړه.

په ورته مهال، د المان د سولې کلي استازو د افغاني سرې میاشتې بشري خدمتونه وستایل او د ناروغو افغان ماشومانو د درملنې په برخه کې یې د خپلو همکاریو د دوام ډاډ ورکړ. هغوی د ماشومانو په انتخاب، المان ته د لېږد او د درملنې له بشپړېدو وروسته خپلو کورنیو ته د هغوی په بېرته ستنولو کې د افغاني سرې میاشتې همکاري مهمه وبلله.

دواړو لوريو د ناروغو ماشومانو د درملنې، اړمنو کورنیو او راستنېدونکو کډوالو د ملاتړ او د بشري همکاریو د لا پیاوړتیا په برخه کې د ګډو هڅو پر دوام ټینګار وکړ.

افغاني سره میاشت د خپلو نړیوالو کاري شریکانو په همکارۍ د ناروغو ماشومانو د درملنې، د اړمنو کورنیو د ملاتړ او د زیانمنو کسانو د ژوند د ښه والي په موخه بشري مرستې او خدمتونه وړاندې کوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۳:۸
Background image

پکتیا؛ د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې مرکز پرانیستل شو

یکشنبه، ۲۰ جمادی‌ الأولی ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د سویل ختیځ زون په کچه په پکتیا ولایت کې د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې مرکز د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شو.

د دې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۲:۳۸
Background image

نیمروز؛ ۵۰ راستنو شویو کورنیو ته د ۱.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت معیشتي مرستې ووېشل شوې

یکشنبه، ۲۰ جمادی‌ الأولی ۱۴۴۸

افغاني سرې میاشتې د نیمروز ولایت په مرکز زرنج ښار کې له ۵۰ راستنو شویو کورنیو ته د کوچنیو کاروبارونو د پیل او عاید ترلاسه کولو په موخه د ۱.۴ میلیونه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۲:۸
Background image

کابل؛ د افغاني سرې میاشتې مرستیال د المان د سولې کلي له استازو سره په اور سخت سوځېدليو ماشومانو د درملنې په اړه خبرې وکړې

یکشنبه، ۲۰ جمادی‌ الأولی ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې مرستیال حافظ عزیز الرحمن په کابل کې د المان د سولې کلي خیریه بنسټ له استازو ین يسن او کلاوډیا سره په کتنه کې د هغو افغان ماشومانو د. . .

BACK TO NEWS