کابل؛ بریتانیا سره صلیب له افغاني سرې میاشتې سره د ۲.۵ میلیونه پونډو نغدي مرستې ژمنه وکړه

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۷ - ۱۱:۴
K

چهارشنبه، ۷ جمادى‌ الآخره ۱۴۴۸

د بریتانیا سره صلیب د نړیوالو چارو اجرائیوي مشر ریچارډ بلویټ د افغاني سرې میاشتې له عمومي رئیس شیخ‌ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور سره په لیدنه کې، د اقلیمي بدلونونو له امله له زیانمنو شویو کورنیو سره د مرستې لپاره د ۲.۵ میلیونه بریتانوي پونډو د نغدي مرستې ژمنه وکړه.

په دې لیدنه کې چې د افغانستان او پاکستان لپاره د بريتانيا د سره صليب استازي جېرمي سمېت هم شتون درلود، د دواړو ادارو ترمنځ د بشري همکاریو، روغتیايي خدمتونو او د پنځه کلن مشارکتي تړون له مخې د همکاریو د دوام په اړه خبرې وشوې.

د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس د دغې ادارې د بشري او روغتیايي خدمتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل چې افغاني سره میاشت د بې‌ سرپرسته مېرمنو د ملاتړ او ځان‌ بسیاینې، پېښځپلو او راستنېدونکو کډوالو د لاسنیوي، رواني ناروغانو د درملنې او د قلبي روغتون له لارې د سوري زړه ناروغۍ لرونکو ماشومانو د درملنې او عملیاتو ترڅنګ، په لرې پرتو سیمو کې هم روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي.

شيخ الحديث دلاور د بشري او روغتیايي خدمتونو د لا پراختیا لپاره د بریتانیا سره صلیب همکارۍ مهمې وبللې او ددې همکاریو د پراخېدو غوښتنه یې وکړه.

بلویټ د افغاني سرې میاشتې بشري او روغتیايي خدمتونه اغېزمن وبلل او د مرکزي او قلبي روغتونونو او مرستون له لارې یې ترسره کېدونکي خدمتونه وستایل.

افغاني سره میاشت د خپلو بشري او روغتیايي خدمتونو د پراختیا لپاره د نړیوال غورځنګ له غړو سره د همغږۍ او همکاریو پیاوړتیا ته دوام ورکوي، څو د زیانمنو او اړمنو خلکو اړتیاوو ته لا اغېزمنه رسېدنه وشي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۷ - ۱۱:۴
Background image

کابل؛ بریتانیا سره صلیب له افغاني سرې میاشتې سره د ۲.۵ میلیونه پونډو نغدي مرستې ژمنه وکړه

چهارشنبه، ۷ جمادى‌ الآخره ۱۴۴۸

د بریتانیا سره صلیب د نړیوالو چارو اجرائیوي مشر ریچارډ بلویټ د افغاني سرې میاشتې له عمومي رئیس شیخ‌ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور سره په لیدنه کې، د اقلیمي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۷ - ۱۰:۳۹
Background image

کابل؛ د قلبي روغتون د احاطوي دېوال د لوړولو پروژه داوطلبۍ ته وړاندې شوه

چهارشنبه، ۷ جمادى‌ الآخره ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د قلبي روغتون د احاطوي دېوال د لوړولو او رنګمالۍ پروژې د ترسره کولو په موخه د داوطلبۍ ناسته وشوه، چې ۱۳ ودانیزو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۷ - ۶:۵۲
Background image

کونړ کې زرګونه ناروغان له روغتيايي خدمتونو برخمن شوي

چهارشنبه، ۷ جمادی الآخره ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د کونړ ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۵۰۷۵ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو. . .

BACK TO NEWS