کابل؛ د قلبي روغتون د احاطوي دېوال د لوړولو پروژه داوطلبۍ ته وړاندې شوه
چهارشنبه، ۷ جمادى الآخره ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د قلبي روغتون د احاطوي دېوال د لوړولو او رنګمالۍ پروژې د ترسره کولو په موخه د داوطلبۍ ناسته وشوه، چې ۱۳ ودانیزو شرکتونو پکې ګډون کړی و.
د تدارکاتو او قراردادونو آمریت له لوري د جوړې شوې ناستې پر مهال د ګډون کوونکو شرکتونو د داوطلبۍ اسناد ترلاسه او وکتل شول.
د اسنادو له ارزونې وروسته به د ټاکل شویو شرایطو له مخې له وړ او بریالي شرکت سره د پروژې قرارداد وشي.
