پکتیا ولایت کې پر راستنېدونکو کډوالو د غیر خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه!

پکتیا ولایت کې پر راستنېدونکو کډوالو د غیر خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه!
نن سه شنبه د رمضان د میاشتې پر ۲۵مه، د افغاني سرې میاشتې له لوري د ناروې د سره صلیب په مالي ملاتړ د پکتیا ولایت د زرمت او روحاني بابا په ولسوالیو کې له ۳۰۰ راستنېدونکو کډوالو کورنیو سره د غیر خوراکي توکو مرسته ترسره شوه، چې هرې کورنۍ ته یوه بسته د مختلف النوعه غیر خوراکي توکو البسه، ۲ کمپلې، یوه د انساني کرامت او ۲ د روغتیا ساتنې بستې ورکړل شوې.