پکتيکا ولايت کې څه باندې٦٤٣٠٠ ناروغانو ته روغتیایي خدمات وړاندې شوي!
پکتيکا ولايت کې څه باندې٦٤٣٠٠ ناروغانو ته روغتیایي خدمات وړاندې شوي!
د افغاني سرې میاشتې روغتياپالانو د پکتيکا ولايت په بېلابېلو سيمو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٢٠٢٧٧ تنو ناروغانو ته د کتنې او اړتیا وړ درملو د ورکړې ترڅنګ ٣٦٦ تنو ټپیانو ته د پانسمان، ١٣٨٥٦ مېرمنو او ماشومانو ته د بېلا بېلو ناروغیو د مخنیوي او واکسینونو د تطبیق، ٢٣٠١٣ کسانو ته د روغتیا ساتنې په تړاو اړینې مشورې، ١٤٨٣ مېرمنو ته د ولادت برخه کې د خدماتو سربېره د ٤٦٨٦ ماشومانو کتنه شوې او په خوارځواکۍ اخته ماشومانو ته د خوارځواکۍ اړوند خوراکي توکي ورکړل شوي، د دې ترڅنګ ٦٨٨ مېرمنو ته يې د کورنۍ د تنظیم برخه کې لازمې مشورې هم ورکړې دي.
