پکتيا ولايت کې ٧٠٤٦ تنه اړمنو هيوادوالو ته روغتیایي خدمات!

پکتيا ولايت کې ٧٠٤٦ تنه اړمنو هيوادوالو ته روغتیایي خدمات!
د افغاني سرې میاشتې روغتياپالانو د پکتيا ولايت په بېلابېلو سيمو کې د تېرو ۳۰ ورځو په ترڅ کې ٢٤٣٢ تنو ته د کتنې ترڅنګ د اړتیا وړ درمل ورکړي؛ د ٢٠٠ تنو ټپیانو پانسمان، ٨٥٥ مېرمنو او ماشومانو ته د بیلا بیلو ناروغیو د مخنیوي په برخه کې د واکسینونو تطبیق، ٢٧٩٦ کسانو ته د روغتیا ساتنې په تړاو اړینې مشورې، ١٨٨ مېرمنو ته د زیږون په برخه کې خدمات، ٥٢٦ خوارځواکو ماشومانو ته د خوارځواکۍ اړوند خوراکي توکي او ٤٩ تنو مېرمنو ته يې د کورني تنظیم د چمتووالي په برخه کې لازمې مشورې هم ورکړې دي.