پنجشېر ولایت کې د افغاني سرې میاشتې له لوري ۶۰۰ نورو کورنیو ته خوراکي مرسته وویشل شوه!

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۲ - ۲۰:۵۹
جمعیت هلال احمر افغانی برای ۶۰۰ خانواده دیگر در ولایت پنجشیر مواد غذایی مساعدت نمود!

د پنجشېر ولایت په پریان ولسوالۍ کې نن د روان ۱۴۰۰ لمریز کال د مرغومي پر ۲یمه نېټه د افغاني سرې میاشتې له لوري وروستیو جګړو زیانمنو کړو او بې سرپرسته کورنیو ته اته قلمه خوراکي مرسته وویشل شوه.

په یاده مرسته کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه، ۲۴.۵ کیلو وریژې، ۱۰ لیتره غوړي، ۵ کیلو بوره، ۷ کیلو لوبیا، ۱ کیلو شین چای، ۳ کیلو مالګه او ۱ پاکټ BP5 بکسټ وویشل شول.

د یادولو وړ ده، چې په یاده ولسوالۍ کې له وروستیو پېښو وروسته دا لومړی ځل و، چې د افغاني سرې میاشتې له لوري مرسته وویشل شوه. دوه ورځې وړاندې د پنجشیر ولایت په ابشار ولسوالۍ کې هم د افغاني سرې میاشتې له لوري ۶۰۰ اړمنو کورنیو ته یاده مرسته ویشل شوې وه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۹:۴۰
Background image

کونړ کې له ۲۵۰ زلزله ځپلو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

چهارشنبه، ۳ رجب ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د نورګل ولسوالۍ د مزار درې اړوند د بېلابېلو سیمو له ۲۵۰ زلزله ځپلو کورنیو سره دوه میلیونه او شپږ سوه پنځه ویشت زره (۲،۶۲۵،۰۰۰) افغانۍ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۹:۵
Background image

سمنګان کې پر ۵۰۰ زلزله ځپلو کورنیو څه باندې ۵ میلیونه افغانۍ ووېشل شوې

چهارشنبه، ۳ رجب ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د سمنګان ولایت په خُلم ولسوالۍ کې پر ۵۰۰ زلزله ځپلو کورنیو د بېړني ملاتړ او اقتصادي لاسنیوي په موخه پنځه میلیونه او دوه سوه پنځوس زره (۵،۲۵۰،۰۰۰). . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۶:۴۹
Background image

کابل؛ د اورلګېدنې له امله د زیانمنې کورنۍ بېړنی لاسنیوی وشو

چهارشنبه، ۳ رجب ۱۴۴۷
د کابل ښار اړوند په ۱۳مه ناحیه کې افغاني سرې میاشتې د اورلګېدنې له امله یوې زیانمنې کورنۍ سره ۵ قلمه د غیر خوراکي توکو مرسته وکړه، چې ۱ خېمه، ۶ کمپلې، ۲ ترپالونه، ۱. . .

BACK TO NEWS