پکتیکا؛ د اوبو مدیریت او د خلکو د اقتصادي ملاتړ په موخه د ۳ میلیونه افغانیو پروژه پیل شوه
دوشنبه، ۸ ربیع الآخر ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ په منګړیتي سیمه کې د ۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د کار په بدل کې د نغدو پیسو پروژه پیل شوه.
د دغې پروژې له لارې به ۷۸ کسان، چې ۲۱ مسلکي او ۵۷ غیر مسلکي کاریګر دي، د یوې میاشتې لپاره په کار وګومارل شي او هر مسلکي کاریګر ته به د ورځې ۸۰۰ افغانۍ او هر غیرمسلکي کاریګر ته ۵۰۰ افغانۍ ورکول کېږي.
په دې پروژه کې د ۴۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبو کانال او د ۲۰×۳۰ مترو په اندازه د اوبو د یوه حوض جوړول شامل دي.
د پروژې په بشپړېدو سره به د سیمې د اوبو ستونزې تر ډېره راکمې او د اوبو د مدیریت چارې به اسانه شي.
دغه پروژه د سره صلیب نړیوالې کمېټې په مالي ملاتړ پلي کېږي او موخه یې د کارموندنې له لارې د اړمنو خلکو اقتصادي ملاتړ او د اوبو د اسانتیاوو په برابرولو سره د سیمې د خلکو د معیشت ښه کول دي.
افغاني سره میاشت د دغو پروژو له لارې د اړمنو خلکو اقتصادي ملاتړ کوي او د هغوی د ژوند د اړتیاوو د پوره کېدو زمینه برابروي.
