پروان!
افغاني سرې میاشتې نن د صفر د مياشتې په ۱۷ مه، د پروان ولایت په سیاګرد ولسوالۍ کې ۱۱۷ سیلاب ځپلو کورنیو کې د غیر خوراکي توکو مرسته ترسره کړه. په مرسته کې هرې کورنۍ ته دوه کمپلې، یوه د روغتیا ساتنې بسته او دوه ترپالونه شامل وو، د سېلابونو له امله د شهيدانو دوو کورنيو هرې يوې ته ١٠٠ کیلو اوړه، ٢٤.٥ کيلو وريجې او ٥ لېټره غوړي د يادې مرستې ترڅنګ هم ورکړل شول.
