وردک ولایت کې د افغاني سرې میاشتې له لوري ۳۰۰ کورنیو ته مرسته ووېشل شوه!

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۱۲ - ۱۲:۳۵
وردک ولایت کې د افغاني سرې میاشتې له لوري ۳۰۰ کورنیو ته مرسته ووېشل شوه!

نن پنجشنبه  د روان 1400 لمریز کال د کب پر 12 مه نېټه د افغاني سرې میاشتې له لوري د وردک ولایت سید آباد ولسوالۍ 300 بېوزلو او اړمنو سروی شويو کورنیو ته د وردک سرې مياشتې په انګړ کې خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته د افغانې سرې مياشتې ټولنې سرپرست مرستيال ښاغلي مولوي نور الدين "ترابي"، مرکزي سويل لويديځ زون رئيس محترم مولوي الياس خيل "ناصري"، د ترکيې سرې میاشتې استازی محترم احمدزی"احمدی"، د وردک څانګې سرپرست محترم مولوي رفیع الله "منصور" او وردک سرې مياشتې یو شمیر کارکونکو او رضاکارانو په شتون کې ووېشل شوه.

یاده مرسته، چې د ترکیې د سرې میاشتې له لارې د ترکيي خلکو له لوري چمتو شوې وه؛ په کې هرې کورنۍ ته ۲۵ کیلو اوړه، يو کارتن غذائي مواد، یوه بسته ژمنۍ البسه شامل دي وویشل شوه.

وردک ولایت کې د افغاني سرې میاشتې له لوري ۳۰۰ کورنیو ته مرسته ووېشل شوه!

 

وردک ولایت کې د افغاني سرې میاشتې له لوري ۳۰۰ کورنیو ته مرسته ووېشل شوه!

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۸:۳۱
Background image

ارزګان کې زرګونه ناروغان د افغاني سرې مياشتې له روغتیايي خدمتونو برخمن شوي

چهار شنبه، ۲۴ ذوالقعده ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د ارزګان ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۱۶۴۵ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۸:۵۰
Background image

خوست کې ۲۷۰ بېځایه شویو کورنیو ته د پاکو اوبو د لاسرسي اسانتیا برابره شو

سې شنبه، ۲۳ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې مياشتې له لوري د خوست ولایت په علیشېرو او ګربزو ولسوالیو کې د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون په مالي ملاتړ ۲۷۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو لپاره پاکو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۳:۴۷
Background image

پکتیکا کې ۱۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو ته غیر خوراکي توکي ووېشل شول

سې شنبه، ۲۳ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیکا ولایت د تروو ولسوالۍ ۱۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو ته غیر خوراکي توکي ووېشل شول.

یاده مرسته د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون. . .

BACK TO NEWS