هلمند ولايت کې د بې سرپرسته کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته ترسره شوه!

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۲ - ۱۲:۲۶
خبر

هلمند ولايت کې د بې سرپرسته کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته ترسره شوه!


د افغاني سرې میاشتې له لوري د دوهم ځل لپاره د هلمند ولایت د مارجې او باباجي ولسوالیو له ۲۰۰ هغو بې سرپرسته کورنیو سره چې د حرفوي زده کړو په لسو بېلابېلو مرکزونو کې په زده کړو بوخت دي؛ په ټولیزه توګه ۱۸.۸۰۰ ټنه د خوراکي توکو مرسته ترسره شوه.
یاده مرسته چې د قطر هېواد د سرې میاشتې له لوري چمتو شوې وه، هرې کورنۍ ته ۹۴ کیلو خوراکي توکي چې اوړه، غوړي، وریژې، لوبیا، بوره، شین چای او مالګه په کې شامله وه؛ ورکړل شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۹:۵۰
Background image

افغاني سره میاشت؛ پکتيا کې د زرګونو اړمنو ناروغانو درملنه شوې

یکشنبه، ۱۱ صفر ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د پکتیا ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۵۷۴۵ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو درملو د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۹:۵۲
Background image

لغمان؛ پر ۳۵ سېلاب‌ځپلو کورنیو ۳۰۰ خوراکه پاخه خواړه ووېشل شول

شنبه، ۱۰ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د لغمان ولایت د الینګار ولسوالۍ د نورلام درې په سیمه کې پر ۳۵ سېلاب‌ ځپلو کورنیو ۳۰۰ خوراکه پاخه خواړه ووېشل شول.

په هر خوراک کې یو پارسل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۶:۳۴
Background image

د نورستان سېلاب؛ په پارون کې د نادرکو کسانو د لټون عملیات لا هم روان دي

شنبه، ۱۰ صفر ۱۴۴۸

د نورستان ولایت د مرکز پارون په سېلاب ځپلو سیمو کې د افغاني سرې میاشتې د ژغورنې ځانګړي ټیمونه د اړوندو ادارو په همغږۍ، د نادرکه شوو کسانو د لټون پر عملیاتو بوخت دي.

. . .

BACK TO NEWS