هرات ولایت کې ۴۰۰۰ تنو د سترګو ناروغانو ته د درملنې او عملیات بهیر پیل شو!

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۷ - ۲۱:۴۳
خبرونه

هرات ولایت کې ۴۰۰۰ تنو د سترګو ناروغانو ته د درملنې او عملیات بهیر پیل شو!

د افغاني سرې مياشتې په همکارۍ، د البصر خیریه بنسټ د ډاکټرانو په تخنيکې مرسته او د ملک سلمان مرستندویه بنسټ په مالي ملاتړ په هرات ولایت کې ۴۰۰۰ تنو د سترګو ناروغانو لپاره د درملنې او عملیات څلور ورځنی پروګرام د افغاني سرې میاشتې د لویدیځ زون د رئیس الحاج ډاکټر عبد البصیر رحماني او د یادو بنسټونو د استازو په شتون د یوې غونډې په ترڅ کې نن شنبه د ذو القعدې د میاشتې پر ۱۹مه رسماً پیل شو.

د غونډې په پیل کې د لویدیځ زون رئیس د ملک سلمان مرستندویه بنسټ له دې ډول سخاوتمندانه همکاریو مننه وکړه او د دوی نقش یې د خلکو د کړاوونو په را کمولو کې مهم او ارزښتناک وباله.

ورپسې د البصر او ملک سلمان خیریه بنسټونو استازو د افغاني سرې میاشتې له رهبرۍ څخه هېوادوالو ته د بشرپالو خدماتو د وړاندې کولو قدرداني وکړه او د دوی هڅې یې وستایلې.

د یادونې وړ ده، چې په دې پروګرام کې به ۴۰۰۰ تنو ته د سترګو معاینات ترسره شي، ۱۰۰۰ تنو ناروغانو ته به د سترګو عینکې ورکړل شي او له ۴۰۰ څخه زیاتو ناروغانو ته به عملیات ترسره شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۸:۳۱
Background image

ارزګان کې زرګونه ناروغان د افغاني سرې مياشتې له روغتیايي خدمتونو برخمن شوي

چهار شنبه، ۲۴ ذوالقعده ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د ارزګان ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۱۶۴۵ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۸:۵۰
Background image

خوست کې ۲۷۰ بېځایه شویو کورنیو ته د پاکو اوبو د لاسرسي اسانتیا برابره شو

سې شنبه، ۲۳ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې مياشتې له لوري د خوست ولایت په علیشېرو او ګربزو ولسوالیو کې د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون په مالي ملاتړ ۲۷۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو لپاره پاکو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۳:۴۷
Background image

پکتیکا کې ۱۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو ته غیر خوراکي توکي ووېشل شول

سې شنبه، ۲۳ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیکا ولایت د تروو ولسوالۍ ۱۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو ته غیر خوراکي توکي ووېشل شول.

یاده مرسته د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون. . .

BACK TO NEWS