نورستان او خوست کې د پېښو مدیریت شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۰ - ۱۹:۲
war

دوشنبه، ۲۱ شعبان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د نورستان او خوست ولایتونو په نماینده‌ ګیو کې د پېښو مدیریت او د نغدو پیسو لېږد په موخه شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ، چې ۵۰ تنو کارکوونکو او رضاکارانو پکې ګډون درلود؛ د تصدیق پاڼو په وېشلو پای ته ورسېد.
په ورکشاپ کې ګډونوالو ته د پېښو پر وړاندې د ځواب وینې د اغېزمن مدیریت، د عملي پلان جوړونې، زیانمنو شوو وګړو سره د مرستو د څرنګوالي او د نغدي مرستو د شفاف وېش او خوندي انتقال په برخه کې په هر اړخیزه توګه نظري او عملي معلومات ورکړل شول؛ څو وکولی شي په ناورینونو او بېړنیو حالاتو کې زیانمنو شوو وګړو ته پر وخت، چټک او په مسلکي توګه خدمتونه وړاندې کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۰ - ۱۹:۲
Background image

نورستان او خوست کې د پېښو مدیریت شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد

دوشنبه، ۲۱ شعبان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د نورستان او خوست ولایتونو په نماینده‌ ګیو کې د پېښو مدیریت او د نغدو پیسو لېږد په موخه شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ، چې ۵۰ تنو کارکوونکو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۰ - ۱۷:۳۰
Background image

ارزګان؛ د څه باندې ۵۵۰۰ تنو ناروغانو روغتيايي ستونزو ته رسېدنه شوې ده

دوشنبه، ٢١ شعبان ١۴۴٧
د ‎افغاني سرې میاشتې  روغتيايي کارکوونکو د ارزګان ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٤٧٨٠ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې،. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۰ - ۱۶:۵۰
Background image

د روژې میاشت کې د یتیمانو او اړمنو د ملاتړ په موخه د افغاني سرې میاشتې او دیانت ادارې د همغږۍ ناسته وشوه

دوشنبه، ٢١ شعبان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن او په افغانستان کې د ترکیې د دیانت ادارې د مشر ښاغلي امراه کان دمیر ترمنځ د راتلونکې روژې میاشتې په لړ کې په. . .

BACK TO NEWS