نورستان او خوست کې د پېښو مدیریت شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد
دوشنبه، ۲۱ شعبان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د نورستان او خوست ولایتونو په نماینده ګیو کې د پېښو مدیریت او د نغدو پیسو لېږد په موخه شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ، چې ۵۰ تنو کارکوونکو او رضاکارانو پکې ګډون درلود؛ د تصدیق پاڼو په وېشلو پای ته ورسېد.
په ورکشاپ کې ګډونوالو ته د پېښو پر وړاندې د ځواب وینې د اغېزمن مدیریت، د عملي پلان جوړونې، زیانمنو شوو وګړو سره د مرستو د څرنګوالي او د نغدي مرستو د شفاف وېش او خوندي انتقال په برخه کې په هر اړخیزه توګه نظري او عملي معلومات ورکړل شول؛ څو وکولی شي په ناورینونو او بېړنیو حالاتو کې زیانمنو شوو وګړو ته پر وخت، چټک او په مسلکي توګه خدمتونه وړاندې کړي.
