نن ورځ په کابل کې د افغاني سرې میاشتې له لوري ۳۰۰ نورو اړمنو کورنیو ته مرسته وویشل شوه!

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۱۲ - ۱۶:۱
نن ورځ په کابل کې د افغاني سرې میاشتې له لوري ۳۰۰ نورو اړمنو کورنیو ته مرسته وویشل شوه!

نن د یکشنبې په ورځ د روان ۱۴۰۰ لمریز کال د مرغومي پر ۱۲مه نېټه په کابل ولایت کې د افغاني سرې میاشتې له لوري له ۳۰۰ نورو اړمنو کونډو، یتیمانو، معلولینو او بې سرپرسته کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته وشوه.

یاده مرسته چې د سعودي عربستان د ملک سلمان د خیریه بنسټ له لوري افغاني سرې میاشتې ته سپارل شوې وه؛ په کې خوراکي توکي شامل دي.

کابل ولایت کې د ملک سلمان خیریه بنسټ له لوري چمتو شوې مرستې تر دا مهاله د افغاني سرې میاشتې له لوري ۱۰۷۰ کورنیو ته ویشل شوې دي.

 

نن ورځ په کابل کې د افغاني سرې میاشتې له لوري ۳۰۰ نورو اړمنو کورنیو ته مرسته وویشل شوه!

 

نن ورځ په کابل کې د افغاني سرې میاشتې له لوري ۳۰۰ نورو اړمنو کورنیو ته مرسته وویشل شوه!

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۳:۳۰
Background image

کابل؛ د بشري اړتیاوو او نړیوالو همکاریو د پراختیا په اړه د افغاني سرې میاشتې دېپلوماتیکه ناسته وشوه

چهارشنبه، ۳ ربیع ‌الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بهرنیو هېوادونو د استازو، نړیوالو بشري ادارو او کاري شریکانو په ګډون، د افغانستان د بشري وضعیت، د افغاني سرې میاشتې د بشري او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۳:۱۸
Background image

کندهار؛ پر ۴۰۰ اړمنو مېرمنو ۴ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

چهارشنبه، ۳ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کندهار ښار په نهمه ناحیه کې د نغدي مرستو د پنځم پړاو په ترڅ کې پر ۴۰۰ اړمنو مېرمنو ۴ میلیونه افغانۍ ووېشل شوې.

دغه مرسته د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۳:۱۰
Background image

بامیان؛ د پېښو مدیریت او د نغدو پیسو د لېږد شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد

سې شنبه، ۲ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بامیان ولایت د ولایتي څانګې په ریاست کې ۲۵ تنو رضاکارانو ته د پېښو مدیریت او د نغدو پیسو د لېږد په برخه کې د ظرفیت لوړونې شپږ. . .

BACK TO NEWS