نن دوشنبه د سرې میاشتې سرپرست عمومي ریس او مرستیال یې په خپل کاري دفتر کې د اسلامي همکاریو د سازمان له سفیر سره تعارفي غونډه ترسره کړه

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۵/۸ - ۱۱:۲۶
ملاقات

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شـ.ـيـ.ـخ الحـ.ـ.ـديث شـ.ـ.ـهـاب الـ.ـ.ـدين دلاور او مرستیال یې نن دوشنبه د محرم الحرام میاشتې په ۲۳ نېټه خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د اسلامي همکاریو د سازمان له سفیر ښاغلي دوکتور محمد سعید العیاش او مل پلاوي سره تعارفي ناسته ترسره او د يو لړ مهمو موضوعاتو په اړه يې خبرې وکړې. .

په پيل کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس د اسلامي همکاريو سازمان له هر اړخيزو همکاريو مننه وکړه او د سوري زړه ناروغانو د درملنې د بهير، پېښځپلو او له بهرنيو هېوادونو څخه د راستنېدونکو کډوالو د لاسنیوي په تړاو د تفصيلي بحث ترڅنګ يې د سوري زړه ناروغانو د درملنې په پار د روغتون ودانۍ، طبي وسایلو او د خېمو جوړونې فابريکې په برخه کې د همکارۍ غوښتنه هم وکړه.

ورپسې ښاغلي العیاش په افغانستان کې د افغاني سرې میاشتې خدمات اغیزمن وبلل او په ياده برخه کې یې د مرستې ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۳:۱۶
Background image

کابل؛ د کونړ نماینده ګۍ د رغنیزو چارو لپاره د داوطلبۍ ناسته ترسره شوه

چهارشنبه، ۱۷ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د کونړ ولایت په نمایندګۍ کې د څوکیدار خونې، پخلنځي او تشنابونو د رغنیزو چارو د ترسره کولو په موخه په مرکزي دفتر کې د داوطلبۍ ناسته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۳:۱۲
Background image

کونړ؛ د ۳.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د استنادي دېوال پروژه پیل شوه

چهارشنبه، ۱۸ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کونړ ولایت د سرکاڼو ولسوالۍ په بحرآباد کلي کې د ۳.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د استنادي دېوال د جوړولو پروژه پیل شوه.

د دغې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۲:۵۴
Background image

جوزجان؛ د اورلګېدنې له امله ۹ زیانمنو کورنیو ته بېړنۍ مرسته ورکړل شوه

چهارشنبه، ۱۷ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د جوزجان ولایت د فیض‌ آباد ولسوالۍ په بالا مردیان کلي کې هغو ۹ کورنیو ته چې د اورلګېدنې له امله ورته مالي زیانونه اوښتي وو،. . .

BACK TO NEWS